چارواکي: لشکرګاه کې ۱۲ پولیس وژل شوي دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۳) زرغون خوږیاڼی

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ د لښکرګاه ښار اړوند د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ۱۲ پولیس وژل شوي دي.

د لښکرګاه د دویمې امنیتي حوزې قومندان حاجي ګران رسنیو ته ویلي دي، چې تیره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو ددغه ښار په څلورو پوستو باندې بریدونه وکړل، چې په پایله کې ۱۲ پولیس ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

طالبانو د یاد برید پخلی کړی، دوی ویلي دي، چې لښکرګاه ته څیرمه یې د پولسو ۲ پوستې نیولي دي او ۲۵ پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې تیره شپه ۹ بجې د مرکز لښکرګاه ته څیرمه د سربند او سرکار په سیمو کې د پولیسو په پوستوپراخ بریدونه تر سره شول چې په کې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې، د ویاند په وینا له لږ مقاومت وروسته یې د پولیسو ۲ پوستې په ټولیزه توګه ونیولې او په کې میشت ۲۵ پولیس مړه او پټیان شو، چې د ۱۲ پولیسو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

طالب ویاند زیاتوي چې په پوستو کې له پولیسو څخه  ۲ ثقیلان، یوه دهشکه، یو راکټ، ۶ کلاشنکوفونه او نور ډول ډول مرمۍ او مهمات نیولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button