اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۳) زرغون خوږیاڼی
نن د اکتوبر په ۴مه نیټه بلجیم کې د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس پیل شو، دې کنفرانس ته ولسمشر اشرف غني، د افغانستان لومړی میرمن رولا غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیره ډاکټر نسرین اوریاخېل، د ښځو چارو وزیره دلبر نظري، په زیربنایي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار نادر نادري، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر، د سولې عالي شورا مرستیاله ډاکټر حبیبه سرابي، د سوداګرۍ خونو مرستیال عتیق الله نصرت او د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري ورغلي دي.
افغان حکومت سره د اشرف غني په موجودیت کې اروپايي ټولني د بروکسل کنفرانس په لومړۍ ورځ د «دولت جوړوني» تر نامه لاندې د اکلیل حکیمي او د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو کمشنرې ونې وین مي ميکا له لوري لاسلیک شو، تړون کې ویل شوي چي اروپايي ټولنه به افغان حکومت ته دوه کاله هر کال ۲۰۰ ميليونه ډالره ورکوي.
اروپايي ټولنې د افغان حکومت سره سلا کړې، چې دغه پيسې به په هیواد کې د «ملي پخلاينې او افغانستان د پراختیا» پر پروسو مصرفوي.
د دغه تړون د لاسلیک پرمهال د اروپايي ټولني د نړيوالو اړیکو مسئول وويل: «دا د افغانستان او اروپايي ټولني ترمنځ د اړيکو د پراخېدو په برخه کي ښه او مثبت ګام دی.»
همداراز د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي وويل، چي له دغو مرستو څخه به په هغو برنامو کي ګټه واخلو، چي د افغانانو د ژوندانه په وضعيت کي ښه والی راوستی شي.
تمه کېږي نور مرسته کوونکي هېوادونه به له افغانستان سره د نویو مالي مرستو په اړه ژمنې وکړي، سبا به د کنفرانس په مرکزي غونډه کې د ۷۰ هېوادونو او نژدې ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي له افغانستان سره د خپلو مرستو جاري ساتلو په تړاو خبرې وکړي.



