د جیپال بد انجام

ډاکټر اصف
د برشور جګړه چې په ۶ محرم ۳۹۲هـ ـ ۳۰ نوفمبر ۱۰۰۱م کې پیښه شوه، هغه فیصله کوونکې جګړه وه چې د غزنوي دولت د ستر سلطان محمود بن سبکتګین او د هند د تر ټولو ستر پادشاه جیپال چې د اسلام تر ټولو سرسخت دښمن و، منځ ته راغله.
دا جګړه د پخواني هند او اوسني پاکستان شمال لویدیځ ته په برشور ښار کې پیښه شوه، چې د مسلمانانو په ټینګ بریالیتوب سره تمامه شوه، او د هند د شبه وچې د سترې فتحې لپاره یې لاره پرانسته.
د یادونې وړ ده چې بُت پرست هندي پادشاه جیپال په دغه جګړه کې مسلمانانو ته ژوندی په لاس ورغی او بندي شو، او دهندوانو دا اصول وو، چې هر هغه مشر او پادشاه چې کله په بند کې پریوځي نو له هغې وروسته هیڅکله پادشاه کیدای نشي او هیڅکه مشري نشي کولی. محمود په دې باندې پوهیدو نو ځکه یې جیپال وروسته له هغې له بنده آزاد کړ، چې ښه پریمانه فدیه یې ورڅخه واخیسته؛ خو کله چې جیپال خپل هیواد ته ستون شو ویې لیدل چې پادشاهي یې له لاسه وتلې او مالونه یې لوټ کړای شوي دي، نو خپل سر یې وخریلو او ځان یې په اور کې وغورځاوه، مخکې له دې چې د دوزخ په اور کې وسوځې، په دنیا کې یې هم د اور سزا په نصیب شوه.


