د جګړو له امله د کندز ښار د قالینو بازار او بریښنا مرکز کې اور لګیدلی

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۴) زرغون خوږیاڼی

د  کندز ښار په نننۍ جګړه کې د توغندیو لګیدلو له امله د قالینو په بازار او د بریښنا په مرکز کې اور لګیدلی.

نن سهار هم د کندز ښار د سختو جګړو شاهد دی، ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې توغندي په بالاحصار کې د دولتي ځواکونو لخوا توغول شوي دي، چې د قالینو په بازار او د بریښنا په مرکز کې لګیدلي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې اوسمهال ددوی وسله والو ځواکونو بالاحصار او د ولایت مرکز تر بریدونو لاندې نیولی دی، چې د دولت کومانډو ځواکونه بیا د کندز په ټول ښار باندې مرمۍ وروي، تر څو د یادو بریدونو پړه پر طالبانو واچوي او ولسي وګړي ترې بیزاره کړي.

ویل کیږي چې د قالینو په بازار کې ولسي وګړو ته زیات مالي زیان رسیدلی دی، چې ولسي وګړي د اور مړ کولو هڅې کوي.

تر اوسه پورې دولتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې غړو هم وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت پر امنیه قوماندنۍ او ولایت مقام بریدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button