ايټاليايي ځواکونو د لیبيا سمندر کې زرګونه کډوال ژغورلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۴) الماس خدرخېل
ايټاليايي چارواکي وايي، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو تر ۶۰۰۰ زيات کډوال د مديترانې د ليبيا ساحل په اوږدو کې ژغورلي دي.
د ايټاليا سمندري ځواکونو يو وياند ويلي، چې د ژغورنې عملياتو په ترڅ کې يې په بېړيو کې ټول سپاره کسان ژغورلي او ايټاليا ته بېولي دي.
دغه کسان د لیبيا له ساحلي برخو په څلوېښتو کوچنيو بېړيو کې د اروپا په لوري روان شوي وو.
په دغه ژغورل شوو کډوالو کې ۲۰۰ ماشومان دي چې د مور پلار يا سرپرست پرته اروپا ته روان شوي و.
د کډوالۍ د نړيوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې، سږ کال اروپا ته تر ۱۲۳ زرو ډېر کډوال ایټاليا ته رسېدلي دي.
د يادونې ده، چې درې کاله وړاندې د ايټاليا ساحل ته څېرمه ۳۶۶ کډوال ډوب شول.
بايد وويل شي، چې ډېری دغه کډوال د انساني قاچاقبرانو له خوا وړل کېږي، خو دوی په دې نه پوهېږي چې د مرګ په کښتيو کې سپرېږي.



