بروکسل غونډه کې افغانستان سره د ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو مرستې اعلان شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۵) زرغون خوږیاڼی

د بروکسل غونډه چې د اکتوبر په ۴ او ۵ تاریخ وشوې په کې د ۷۰ هيوادونو او ۳۰ نړيوالو مرستندویه سازمانونو لخوا له افغانستان سره د ميلياردونو ډالرو ژمنې وشوې.

بروکسل کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په غونډه کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه.

اروپايي ټولنې په دغه غونډه کې له افغانستان سره د ۵ میلیارده او ۶۰۰ میلیون امریکايي ډالره مرستې اعلان وکړو.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدریکا موګیرني وویل، چې دا پيسې به مونږ افغانستان ته تر ۲۰۲۰ ميلادي کال پورې د خپل ملاتړ د دوام لپاره ورکړو، اروپايي ټولنه به له افغانستان سره وي.

د مرستو په لړ کې بریتانیا یو میلیارد ډالر، جرمني یو میلیارد ډالر ومنل، جرمني وویل چې دا پیسې به له فساد سره پر مبارزې او د افغان پناه غوښتونکو په بېرته ستنولو ولګوي. او هند هم د یو میلیارد ډالرو ژمنه وکړه.

جاپان بیا خپلې مرستې مشروطې کړې، جاپان وویل چې د افغان مهاجرو د ځای پر ځای کېدو لپاره ۵۰۰ ملیون ډالره ځانګړي کوي او ۴۰۰ ملیون ډالره نور د افغانستان انکشافي چارو ته ورکوي.

دغه راز ناروې هیواد هم و ویل، چې له افغانستان سره به د څلورو کلونو په موده کې هر کال د ۷۸ میلیونو ډالرو مرسته کوي.

پاکستان بیا وویل چې له افغانستان سره ۵۰۰ ملیون ډالره مرسته کوي، دوی ددې تر څنګ افغانانو ته د ۳ زره تعلیمي سکالرشیپونو یا بورسونو د ورکولو اعلان هم وکړ.

د ترکیې هیواد د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستو ژمنه وکړه، چې ۲۰۲۰میلادي کال پورې به یې افغانستان ته ورکوي.

همدارنګه سعودي عربستان ۱۰۰ میلیونه ډالر او ډنمارک د ۲۶۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

غونډې ته د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مشرې موګیرني، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، اشرف غني او ګڼ شمیر نورو نړیوالو مشرانو خبرې وکړې او له افغانستان سره یې د خپل سیاسي او مالي ملاتړ اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري غونډې ته وویل، افغانستان ته مې د سناتور او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ډیر سفرونه کړي دي، د ملي یووالي حکومت مشرانوتر منځ جوړجاړی او د افغانانو ډېرې ستونزې مې پخپلو کې سره حل کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان حکومت د وروستیو لاسته راوړنو او سیاسي پخلاینی د ستایلو ترڅنګ پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې له افغان دولت سره د سولې خبرې پیل کړي او سیاسي پخلاینه وکړي.

همدارنګه جانکیري د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني سره هم لیدل کړي دي، کیري دوی ته ډاډ ورکړ چې د ګډ حکومت موده به پینځه کلنه وي.

عمومي منشي بان کي مون غونډې ته وینا کې وویل” له ټولو اړخونو غواړم چې افغانانو ته د کار او ښې حکومتولۍ زمینه برابره کړي او بې وزلي له منځه یوسي او په راتلونکې کې یو حساب ورکوونکی حکومت ولري او افغان حکومت هم د خپلو ستونزو هواری او د سولې راتګ په لومړیتوبونو کې راولي. افغان سوله سیمه ییزه همکاري غواړي.”

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني بروکسل کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان‎ کیري، د اروپايي اتحاديې مرستیالې او د بهرني سیاست مسوولې میرمن فیدریکا موګریني، د اسايي پرمختیايي بانک مرستیال ویکای ژانک او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په جلا جلا توګه وکتل او په هیواد کې د ښځو حقوق، بیارغونه او د فساد سره د مبارزې په اړه یې سره خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر غني وویل چې په ۲ کلونو کې به د اوبو د کنټرول او بندونو ګڼې پروژې اجرا کړي. غني زیاته کړه چې په ۵ کلونو کې به په افغانستان کې د بریښنا۲۱ بندونه جوړ شي.

په هیواد کې بیا شنونکي وايي، چې افغان حکومت د اداري، سياسي او اقتصادي فساد په ختمولو کې له ناکامۍ سره مخ دی.

غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د هیواد په ننګرهار ولایت د کامې په سیمه کې امریکايي او افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ ورونه چې عام وګړي وو شهیدانیږي، د شنونکو په وینا ارواپايي ټولنه داپيسې د افغانانو وژلو لپاره ورکوي چې چارواکي يې په اړه غږ هم نشي کولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button