(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۵) زرغون خوږیاڼی
تیره ورځ د کابل د دولسمې حوزې اړوند لسګونه اوسېدونکو وروسته له هغه په لاریون لاس پورې کړ، چې د نوروز احمدزي په نوم کس يې ځمکه غصب کړی او د سیمې یو تن یې هم په ډزو وژلی دی.
لاریون کوونکو ویل، د نوروز احمدزي په نوم کس چې د اشرف غني خپلوان دی، ددوی ۹۷۰ جریبه ځمکه غصب کړې، ددوی په وینا یاده ځمکه یې په محکمه کې هم بایللې؛ خو د اشرف غني ملاتړ ورسره دی.
لاریون کوونکو وویل: “د نوروز په نوم یوه اجنبي کس په ۱۳۷۵ کال کې له ۹۷ جریبه ځمکې څخه د ۹۷۰ جریبه ځمکې جعلي اسناد جوړ کړل، دا د شینې د کلي ځمکې یوه للمي او ابي برخه وه چې هم پهکې کورونه، جومات او هدیره شامله وه.”
لاریون کوونکو وویل، چې د احمدزي کسانو پرون د شینې په کلي کې پر هغو خلکو ډزې وکړې چې د ده لهخوا یې د ځمکو د غصب مخنیوی کاوه او یو کس یې وواژه.
لاریون کوونکو د وژل شوي کس جسد هم له ځانه سره لیږدلو او د نوروز احمدزي د محاکمه کولو غوښتنه يې کوله.


















