لیکنه : عرفان خوږیاڼي
یوه شپه خپله بستره کې آرام ویده وم
ناببره مې سترګې خلاصې شوې ګورم چې ملک الموت (عزرائل علیه السلام) راته ولاړ دی، په ډیر ډار مې ترینه وپوښتل چې ته؟ دلته د څه لپاره؟
ملک الموت ځواب راکړ:
ستا د مور ساه اخستولو لپاره راغلی یم، د دې خبرې په اوریدو سره یو ځل بیا وډار شوم او زړه مې په لړزه شو او له سترګو نه مې بې اختیاره اوښکې راونې شوي…..
ورته مي وویل راځه یوه سودا سره وکړو، او هغه داسې چې زما د مور په بدل کې له مانه ساه واخله او هغې ته زما پاتې ژوند وبخښه د دې خبرې په اوریدو سره ملک الموت وخندل او ویې ویل:
زه خو راغلی وم چې له تانه ساه واخلم، مګر ستا مور له تانه مخکې سودا راسره وکړه او هغه داسې چې هغې راته وویل چې زما د زوي پر ځای له مانه سا واخله.


















