(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۵) الماس خدرخېل
د وسلوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو تر مينځ د هلمند لښکرګاه ښار ته نږدې جګړې زور اخيستی.
د ازادۍ راډيو سيمه ييز خبريال ويلي، دا مهال جګړه د لښکرګاه په دوهمه او درېيمه امنيتي حوزو کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ روانه ده.
د راپورونو له مخې وسلهوالو مخالفینو د مارجې او نادعلي عمومي لارې تړلي دي.
سرچينې وايي، چې د جګړې ځای ته نږدې خلک په دې هڅه کې دي چې ځانونه خوندي ځای ته وباسي.
بل پلو طالبانو ويلي، چې د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ باندې يې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۶ تنه عسکر وژلي او ۸ تنه نور ټپيان دي.
طالبانو خبري رسنيو ته ویلي، چې د ولسوالۍ مرکز يې تر کلکې محاصرې لاندې نيولی او امنيتي چارواکي په دې هڅه کې دي، چې له سيمې خپې سپکې کړي.
ځايي چارواکي مني، چې د مارجې او نادعلي عمومي لارې په ګډون د مرکز او ولسواليو ټولې لارې وسلوالو طالبانو تړلي دي.
طالبان وايي، چې دوی د هلمند په ډېره سيمه واک لري او ډېر ژر به د هلمند مرکز لښکرګاه ښار هم له دولتي ځواکونو پاک کړي، خو په دې اړه حکومتي چارواکو په رسمي توګه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


















