هلمند: د جګړې سختېدو له امله د قاطع ملاتړ قومندان لښکرګاه ته ورغلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۷) الماس خدرخېل

د افغانستان د دفاع وزير او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموريت قومندان نن سهار په داسې وخت کې ورغلی چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

دا جګړه د وسلوالو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر مينځ تېره شپه شاوخوا يوه بجه پيل شوه، چې اوس هم د باباجي، بشران او د دوهمې حوزې په سيمو کې روانه ده.

طالبانو رسنيو ته په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې په ياده جګړه کې يې تر دې مهال دوه امنيتي مرکزونه او څلور پوستې نيولي دي

په ورته وخت کې يوې امنيتي سرچينې امريکا غږ ته ويلي، چې د درېيمې امنيتي حوزې اړوند څلور پوستې ترې د حکومت وسلوالو مخالفينو نيولي دي.

د سرچیني د وينا له مخې، چې جګړه په لښکرګاه ښار کې د هلمند د سیند پر غاړه په شدت سره روانه ده.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالله حبيبي نن سهار د يو لوړپوړي امنيتي پلاوي په مشرۍ د هلمند ولايت ورغلي دي.

د هلمند د والي وياندعمرځواک رسنيو ته وويل، چې د دفاع وزير سره د کورنيو چارو امنيتي معين او په افغانستان کې د پريکنده ملاتړ د ماموريت عمومي قومندان جنرال نيکولسن او ځينې نور لوپوړي چارواکي هم ملګرتيا کوي.

د عمر ځواک په وينا چې له کابله ورغلی پلاوی به د هلمند له چارواکو سره په سلا مشورو به د لښکرګاه ښار د امنيت په برخه کې عملي کار وکړي.

د پریکنده ملاتړ د ماموریت عمومي قومندان جنرال نیکول سن وويل: لښکرګاه ښار به هيڅکله سقوط ونه کړي او زياته يې کړه چې د پريکنده ملاتړ ځواکونه د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره چمتو دي.

که څه هم په هلمند کې امريکايي ځواکونه له افغان ځواکونو سره په ګډه پوځي عمليات کوي،خو جنرال نيکولسن وايي، چې په هلمند کې به د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په تړاو په دغه ولايت کې د ملاتړ د ماموريت د مشاورينو په شمېر کې زياتوالی راولي.

په دغه غونډه کې جنرال حبيبي وويل، چې د لښکرګاه ښار به سقوط ته پرېنږدي.

بايد وويل شي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ناوې ولسوالۍ د دولتي ځواکونو څخه په بشپړه توګه ونیوله او ویل کیږي چې تر ۱۰۰ زیات امنیتي عسکر پکې وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button