ترکيه: پلازمېنه انقره کې ۲ سرتيري بريدونه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۷) الماس خدرخېل

د ترکيې پلازمينې انقره کې بريدګرو غوښتل، چې سرتيري بریدونه ترسره کړي، خو مخکې له چاودېدلو د پوليسو له خوا محاصره شول.

د انقرې والي رسنيو ته وويل: « لنډه موده  مخکې  مو د دیار باقر ولایت نه  د نوموړو بریدګرو  په اړه  مالومات ترلاسه کړل، چې يو هېوادال د دوه تنه شکمنو بريدګرو په اړه پوليسو ته خبر ورکړ، وروسته له هغې د بریدګرو د نیولو په هدف عمليات پیل شول او پولیس  سیمې  ته  ورسېدل ياد سرتيري بريدګر  يي  کلابند کړل. په ترهګرو يي‌ د  تسلیم  شئ  غږ وکړ، خو هغوی چې  د تیښتې  لار يې  نه درلوده  ځانونو ته چاودنې ورکړې. »

د ياد ولايت والي وايي، چې د يو تن بريدګر د پېژندپاڼې د موندلو په ګډون يې په سيمه کې ۲۰۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او يو موټر هم نيولي دي.

هغه همداراز وويل، چې بريد کوونکي درې تنه و او د يو کس پسې يې د لټون عمليات پيل کړي دي.

والي وايي دا لا معلومه نه ده، چې د بريد کوونکو هدف څوک او کوم ځای و، د رسنيو له قوله چې بريد کونکي د پي کاکا ډلې سره اړيکې درلودې.

د يادونې ده، چې تېر کال هم همدې ورځو کې د انقرې د ريلګاډو په تم ځای کې سرتيری بريد شوی و، چې سلګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button