خوږو ته خواږه ترخو ته تراخه

راټولونکی : قاضی عرفان ( دکابل ټکی کام همکار )
ویسا:
د اكټوبر ۷مه د مرغومي د شپږمې بله بڼه
کابل ټکی کام:
یعنی د نویو صلیبی جګړو پیلامه
هیواد:
د شمال ستونزه د كندز تر سقوط لويه ده
کابل ټکی کام:
لکه چې د حکمتیار صیب قدم کار وکړ.
ویسا:
روانې جګړې مو د ولس غرور وژني
کابل ټکی کام:
خیر! تیرو جګړو مو د چا غرور وواژه؟
افغانستان:
د امريكا بمبارۍ د جګړو دوام تضمينوي
کابل ټکی کام:
خو برعکس حکمتیار صیب وایی چې د کندز فتحه کول د امریکا پاتې کیدل تضمینوي!
ویسا:
له كرزي سره د مخالفتونو څپې ولې راپورته كيږي؟
کابل ټکی کام:
ځکه چې د هغه له خولې غیر ارادې حقیقت راووځي.
یو شمیر د بيلابيلو افكارو خاوندان او کارپوهان د (يوه نيمه لسيزه په اور كې) په نوم غونډه کې:
امريكا د خپلو ګټو لپاره په افغانستان كې د جګړې دوام ته لمن وهي
کابل ټکی کام:
حقیقت مه وایاست! کنه نو د شورای نظار لنډغر به تاسې ته هم مرده باد ووایی لکه کرزي ته یې چې ووې.
واشنګټن د سپټمبر د یوولسمې له پيښې پرته هم پر افغانستان د برید پلان درلود
کابل ټکی کام:
ځکه خو اسامه بن لادن ورنه درز پورته کړ.
مقامات هند:
کارشکنی های پاکستان نمی تواند مانع تجارت بین هند و افغانستان شود
کابل ټکی کام:
و کارشکنی های ګلمرجان چطور؟
ویسا:
سيګار له پنټاګون نه په افغانستان کې د زرګونو خيالي پوځيانو په باب وضاحت وغوښت
کابل ټکی کام:
فیفټی فیفټی به یې کړي او مسئله به خلاصه شي.
۸صبح:
۴۴ سرباز افغان، در جریان فراگیری تعلیمات نظامی در امریکا، فرار کرده اند
کابل ټکی کام:
دولت مې ټول سوری سوری دی*** چې هره سوړه یې ګنډم ژړا راځینه. (اشرف غني)
د کندز د ولايتي شورا رئيس:
د کندز د والي دفتر ته نږدې جګړه روانه ده
کابل ټکی کام:
اوس به پوه شې چې له سیر نه څو پخیږي.
ویسا:
مصنوعي پاكستان او د بلوچستان د خپلواكۍ غوښتنې غورځنګ
کابل ټکی کام:
خاص لکه د ملي وحدت مصنوعي حکومت او د طالبانو اسلامي غورځنګ.
يوه نيمه لسيزه او ولس د اور او وينو په څپو كې!
کابل ټکی کام:
یوه نیمه لسیزه او منحرف جهادی مشران مو د حرامو او ډالرو په مزو کې او چړچو کې.
۸صبح:
باز هم از «ستون پنجم» بگوییم!
کابل ټکی کام:
ستون پنجم یا کوپون پنجم برای.
ویسا:
زموږ د ولس د ژوند په بيه پردۍ لوبې
کابل ټکی کام:
یو شاعر وایی: مونږه د یوه بل دښمنان یو ګوته بل ته نیسو!!!
ننګرهاريان له مستعفي والي نه حساب غواړي
کابل ټکی کام:
ههههههه عجیبه زمانه شوه، یو غل پاڅیږي له بل غله نه حساب غواړي. هههههههههههه.


