ننګرهار: طالبانو یو اختطافګر په عام محضر کې ۳۱ دورې وهلی

کابل ټکی کام ۱۷تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت له پچیراګام ولسوالۍ څخه د کابل ټکي کام همکار خبر راکوي، چې د طالبانو نظامي محکمې په لومړي ځل پر یو وسله وال اختطافګر شرعي حد جاري کړ.
راپور وایي، یاد کس به خلک تښتول او د خوشي کولو په بدل کې به یې ترې پيسې اخیستې، چې د طالبانو نظامي محکمې یې د نیولو امر ورکړ او له نیولو وروسته یې فیصله پرې وکړه، چې نوموړی به په عام محضر کې ۳۱ دورې وهل کیږي، چې نن ماسپښین پرې دغه فیصله عملي کړی شوه.
سیمه ییزو خلکو د طالبانو دغه کار ستایلی او له هغوی څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د سیمې یو تن اوسېدونکي نور احمد د کابل ټکي کام همکار ته ویلي دي، چې طالبان په سیمه کې سوله او امنیت راولي، خو دولتي او داعشي وسله وال چور چپاول او بې امنیتي رامنځته کوي، چې له همدې کبله یې د طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د طالبانو رسمي وېبپاڼې تراوسه پورې د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.


