کندوز کې دولتي ځواکونه د طالبانو له خوا تر کلکې محاصرې لاندې دي

کابل ټکی کام ۱۹تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
سیمه ییزې سرچینې وایي، چې کندوز کې نن اتمه ورځ هم درنده جګړه روانه ده او طالبانو د افغان ځواکونو پر مهمو مرکزونو تعرضي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
خبر وايي، دا مهال دولتي ځواکونه په خپلو مرکزونو کې د طالبانو له خوا تر کلکې محاصرې لاندې دي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې دوی د کندوز ښار اړوند په سپین زر چمن سیمه کې مقابل لوری ځپلی او په «بد حالت کې په شا وتمبول شو».
همدا راز طالبان وایي:
«د خان آباد بندر په استقامت کې د اخندزاده صاحب ګولایي په سیمه کې د مزدور وعسکرو ټانګ د مجاهدینو په ښخ شوي ماین وربرابر شو.
معلومات ښیي په دغه چاودنه کې ټانګ ویجاړ، عسکرو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، مګر دقیق شمیر یې لانه دی معلوم شوی.»
دا په داسې حال کې چې نن د کندوز والي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټولو ملکي ادارو مامورینو ته خبر ورکړ، چې کندوز ښار کې دې خپل کارونه متدوم وساتي.
نوموړي ویلي دي، چې دا مهال په کندوز کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
مګر د نوموړي دغه خبرې ځايي چارواکي ردوي او وايي، چې کندوز کې لا هم درنده جګړه روانه ده، جګړه لا نه ده درېدلې.



