دلمونځ مسایل ( دری ویشتمه برخه) – تکبیر تحریمه شرط دی

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
پوښتنه : کله چې تکبير تحريمه شرط دی نو ولې د لمانځه په شرطونو کې ونه شميرل شوه؟
ځواب : دا د لمانځه له ارکانو سره دومره نږدې دی چې د لمانځه شروع هم په ده سره کيږي، نو ځکه يې د لمانځه له ارکانو سره يو ځای ذکر کړل شو ([1]).
په ناوړه جامو کې لمونځ کول
پوښتنه : په يو شمير هيوادونو کې، لکه په سعودي عرب کې عموما تر سترګو کيژي چې خلک لوڅ سر لمونځ کوي، کله چې د سعودي خلکو ته وکتل شي نو د يو شمير نورو هيوادونو لکه د پاکستان او افغانستان خلک هم په لوڅ سر لمنځونه کوي، حتى چې په يوه بنيل او يوه پاجامه کې لمونځ کوي، بنيل هم داسې چې بازو نلري، او يو شمير نور بيا داسې کوي چې کله د سهار غسل وکړي نو يوازې يوه جامه له ځان څخه تاو کړي او هغه جان پاک په کوم يې چې ځان وچ کړى وي هغه پر سر واچوي او د لمانځه په کولو شروع وکړي، دا په داسې حال کې چې د اغوستلو لپاره جامې او په سر کولو لپاره خولۍ هم شتون لري، مګر نه يې اغوندي، که د قرآن او سنت رسول صلی الله علیه وسلم په رڼا کې د دې بيان وکړى شي چې آيا په دې طريقه لمونځ کيدلاي شي او که نه؟.
ځواب : لمونځ د خداى تعالى په دربار کې حاضري دى، له همدې امله د لمانځه کولو په وخت کې د ښو جامو اغوستل پکار دي، په داسې جامو کې لمونځ مکروه دى کومې چې يو انسان واغوندي او بيا عام مجلس ته په هغو کې نشي تلاى، يعنې چې پرې شرميژي، لوڅ سر لمونځ کول، همدا ډول د بازو ګانو د ښکاريدو په وخت کې لمونځ کول مکروه دي ([2]).
که د پټکي پاک لورى له سر څخه چاپيره وي !!
پوښتنه : که د پټکي پاک لوری له سر څخه چاپيره وي او ناپاک لوری يې له لمونځ کونکي څخه ليری وي په داسې صورتحال کې لمونځ جائز دی او که نه؟
ځواب : که دا ناپاک لوری دومره له ده څخه ليری وو چې د ده په ښوريدلو سره نه ښوريدلو نو لمونځ ورته جائز دی او که د ده په ښوريدلو سره هغه ښوريدلو بيا يې لمونځ نه کيږي ([3]).
تکبير تحريمه څه ته وايي
پوښتنه : تکبير تحريمه څه ته وايي؟
ځواب : د نيت په تړلو سره چې الله اکبر وويل شي نو لمونځ شروع شي او نورې خبرې حرامې شي نو ځکه ورته تکبير تحريمه ويل کيږي ([1]).
په خيرنو جامو کې لمونځ کول
پوښتنه : کوم خلک چې په ګيراجونو کې کار کوي، هغوى چې کله جومات ته د لمانځه کولو لپاره راشي نو د هغوى جامې خيرنې، په تيلو باندې ککړې وي او لمونځ کوي، آيا په داسې جامو کې د هغوى لمونځ کيژي او که نه؟.
ځواب : په داسې جامو کې لمونځ مکروه دى، د لمانځه لپاره جلا جامې پکار دي، په ګيراجونو کې د کار کونکو لپاره د جلا جامو ساتل پکار دي ([2]).
([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٥٨.
([2]) اپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣١٨، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٠٦، وايضا حواله بالا.
([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٥٧.
([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣١٨، بحواله : حلبي کبير، ص : ٣٤٩، طبع سهيل اکيډمي، عالمګيري، ج : ١، ص : ١٠٦.
([3]) تعليم الاسلام، دريمه برخه.



