طالبانو د کابل ادارې کارکوونکي خپلو لیکو ته دعوت کړي او د نه یو ځای کېدو په صورت کې یې ننګولي دي

کابل ټکی کام ۱۹تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو د الاماره رسمي وېبپاڼې له خوا یوه بلنیزه ویډیو نشر ته سپارل شوې ده، چې د کابل ادارې ټول کارکوونکي یې خپلو لیکو ته دعوت کړي دي.
دغه ویډیو چې په پښتو (د حق لار) او دري (راه حق) ژبو نشر شوې ده، هغه صحنې هم پکې را اخیستل شوي دي، چې طالبانو ته د کابل ادارې پولیس، عسکر او اربکیان تسلیمیږي او دوی یې تود هرکلی کوي.
په دغه بلنیزه ويډیو کې طالبانو د کابل ادارې کارکوونکي مخاطب ګرځولي دي او په نصیحت آمېزه توګه یې ورته ویلي دي، چې نور د صليبي یرغلګرو له لیکو را جلا او د دوی له اسلامي لیکو سره یو ځای شي.
«تاسو ته مو د مرحمت غېږه خلاصه ده، مونږ ستاسو راتګ ته سترګې په لاره یو، مونږ به مو هرکلی وکړو، مونږ به مو د ګلونو په امېلونو ونازوو، مونږ به مو د تکبیر په نعرو بدرګه کړو، تاسو ته به د خپل جېب له پیسو سوغاتونه واخلو، ستاسو د سر، مال او عزت د خوندیتوب تضمین به لرو»
طالبانو د ویډیو په پای کې د کابل ادارې کارکوونکو ته د بلنې د نه منلو په صورت کې خبرداری ورکړی دی، چې «زمونږ نه هم د هېڅ قسم رحم تمه ونه کړئ!»
د یادولو ده، طالبانو وړاندې هم څو ځله د کابل ادارې کارکوونکي خپلو لیکو ته دعوت کړي، د دوی لپاره یې ځانګړی کمیسون (د جلب او جذب کمیسون) ته دنده سپارلې، تر څو د کابل ادارې کارکوونکي خپلو لیکو ته دعوت کړي او مشرانو یې ورته امر کړی، چې د دوی په وژنه مه خوشاله کېږئ، بلکې کوښښ کوئ تر څو له ځانه سره یې یو ځای کړئ!



