عبدالله: خپله مېرمن یې له بل سړي سره د نامشروع اړیکو په لیدلو وژلې

کابل ټکی کام ۱۹تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په کوثر مېنه سیمه کې د عبدالله په نوم یوه تن خپله مېرمن د زنا په تور وژلې ده.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي دي:
«تېره شپه عبدالله چې کله له خپلې دندې کور ته ځي، په دې وخت کې خپله مېرمن له یو بل نارینه سره په زنا نیسي او له زنا کوونکي سر پرې کوي او بیا خپله مېرمن په ګولۍ ولي.»
د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزي هم د دغه خبر تأيید کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې په وژل شویو جسدونو عدلیې څېړنې روانې دي.
ښاغلي جیلاني ویلي دي، چې له پېښې وروسته عبدالله تښتېدلی دی او د ګذرې ولسوالۍ له امنیه قومندان سره یې اړیکه نیولې او د پېښې مسئولیت یې په غاړه اخیستی او ورته ویلي یې دي، چې خپله مېرمن او هغه کس یې د نا مشروع اړیکو په لیدلو وژلي دي.



