لښکرګاه: سرتیري برید کې ۳۹ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۹) زرغون خوږیاڼی
نن غرمه مهال د لښکرګاه ښار د دویمې حوزې اړوند د مختار په سیمه کې د جنرال جبار په پولیسو او کومانډویي ځواکونو سرتیری برید وشو، چې په کې ۲۱ تنه کومانډویان او پولیس ووژل شول او ۸۱ تنه نور یې ټپیان شول.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د یاد برید مسوولیت منلی، دده په وینا برید د مستقیم هلمندي په نوم ددوی یو ملګري د کرولا موټر په مټ کړی دی، چې په کې د قومندان ګل مولا په شمول ۲۱ تنه کومانډو او پولیس ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار د بریدونو په نتیجه کې د لښکرګاه ښار دویمه امنیتي حوزه په خپله ولکه کې راوسته؛ خو ددې ولایت چارواکي وايي چې دویمه امنیتي حوزه یې د کومانډويي عسکرو په توسط له طالبانو بیرته نیولې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته وویل، چې طالبان د لښګرکاه ښار دویمې حوزې ته ننوتل او په پولیسو یې سرتیری برید وکړ، چې ۱۴ کسان پکې مړه او ژوبل شول، دده په وینا په ټپیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.
په لښکرګاه ښار کې د ایټالیا ایمرجنسي روغتون چارواکو وویل، چې دوی ته ۳۰ تنه مړي او ټپیان وروړل شوي دي، د روغتون چارواکو دا هم منلې چې په وژل شوو او ټپیانو کې د پولیسو عسکر هم شامل دي.
په سیمه کې غیني شاهد بي بي سي ته ویلي، چې وسله وال طالبان په درېیو پوځي ټانګونو او دوو رینجر موټرو کې سپاره د مختار سیمې ته ننوتل او له عسکرو سره په جګړه کې کیوتل، چې یو سرتیري بریدګر په پولیسو د موټر بم انفجار وکړ.
طالبانو ویلي دي، چې جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده او د قومندان حاجي ګران په شمول یې ۱۲ تنه پولیس او اردو ځواکونه وژلي او ۱۰ نور ټپیان دي، ددوی په وینا نیول شوې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.



