د بش دعوه او د خدای تعالی وعده

قاري خالد

دهیواد په څو لویو ښارونو کې توندې جګړې روانې دي، د معیوب نظام جنرالان او عساکر مایوسۍ نیولي، یو پر بل پسې تښتي او ساحې تخلیه کوي.

روانه جګړه له یوې نیمې لسیزي راهیسې شروع ده، چې یو لوری یې یک تنها افغان طالب او بل لوری نړیوال اشر دی چې رهبري یې د امریکایانو پر غاړه ده.

د طالبانو لومړي زعیم ارواښاد ملا محمدعمر مجاهد ددې جګړې په پیل کې یوه ساده مګر په حقایقو او توکل ولاړه جمله ویلې وه؛ یو خوا د امریکایانو دعوه ده چې طالبان به ختموو او بلې خوا دخدای تعالی وعده ده چې د خپلو نیکو بندګانو او مجاهدینو سره به مرسته کوي او استقامت به وربښي، ګورو چې کومه دعوه او وعده رښتیا کېږي.

نن ګورو چې وروستۍ وعده رښتیا ده او خدای تعالی دخپلو نیکو بندګانو سره، کړې وعده عملاً رښتونې ثابتوي.

طالبان کندز ته داخل سوي او جګړه لاس په لاس روانه ده، الوتکې وازمویل سوې، باتجربه جنرالان او کومانډو عسکر ډلې ـ ډلې ورروان دي مګر پرته له ناکامۍ او مایوسۍ بل څه پر لاس ورنغلل.

هلمند کلابند دی، طالب لښکریان لشکرګاه ته داخل دي، ښار بند پروت دی، له کابل او کندهاره تللي جنرالان ګوته پر غاښ دي او طالبان لګیا دي په حکومتي پوستو او ودانیو کمندونه اچوي او پرې ورخېږي.

دا چې طالب لښکریان کله هلمند او کندز دکابل له مدیریته باسي، دا ددوی خپل جنګي پلان او تاکتیک دی البته یوه خبره جوته ده چې طالبان په خورا دقیق پلان او تاکتیک مخ پر وړاندې قدمونه اېږدي او ساحې د کابل له واکه باسي.

طالبانو پر عین مهال خوره ـ وره جبهه یي جګړه پیل کړې، والیان او ولسوالیان یې د جګړې په لومړیو لیکو کې قرار لري او تقریبا د هیواد ټول ولایات یې پر یوه وخت ناارامه کړي.

د کابل لپاره د تشویش او نفس تنکۍ عمده ټکي همدغه دي چې طالب مشران په خپله د جګړې په لیکو کې دي، جګړه پر خپله رهبري کوي او له یوه ځایه یې تر بل ځایه په اسانه لېږدوي.

کابل چې کله په کندز فشار زیات کړي؛ طالبان لشکرګاه تر فشار لاندې راولي، بغلان ته منډه کړي، د کابل قواوو ته سخت کمین ورکړي، تس نس یې کړي او چې کله کابل لشکرګاه ته پام واړوي، طالبان په قندهار، فراه، او روزګان کې عملیات توند کړي.

دلته انسان ته د خدای تعالی له لورې ترسره سوې وعده ور په زړه سي؛ یقیناً امریکایان او نړیوال اشرباڼي یې د خپل تاریخ د تر ټولو سختې او قوي جګړې سره مخامخ دي، ټیکنالوژي ورکې سرکوب ده، مجهز پوځونه د تش لاسو پر وړاندې ذلیل او رسوا دي او باتجربه جنرالان حیران دي هیڅ یې پر وس نه دي پوره.

 رډ ـ رډ ورته ګوري او طالب لښکریان پرې ورخېږي، د بریا توغ یې رپاند دی، نه له ټانک وېره لري، نه له الوتکو خطر احساسوي، نه د باتجربه جنرالانو د تاکتیک او پلان په غم کې دي، بس دخدای عزوجل پر وعده باوري دي او دهمدغې وعدې مطابق پر وړاندې درومي.

د طالبانو د بریا راز پر خپل خدای قوي باور، پاکه عقیده او کلک استقامت دی، طالبانو د بش دعوه په قوي ایمان باطله کړه، له پنځلس کلن مقاومت او استقامت وروسته نن لګیا دي ولایات فتح کوي، د مځکې تنابونه خدای ورته لنډوي، د ننګرهار طالب د قندهار طالب ته کومک لېږدوي او د قندهار طالب د ننګرهار طالب ته؛ دا هر څه د طالب لښکریانو د کلک هوډ او قوي ایمان له امله ممکن سول چې نن طالب ځان له محاصرې وویست او نړیوال اشرباڼي یې کلابند کړل.

 دکفر دغوڅ شکست پرهیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button