جنرال مرادعلي: ډیر زر به د کندز د جګړې رازونه افشا کړم
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۰) زرغون خوږیاڼی
په کندز کې د جګړې عمومي قومندان جنرال مراد علي په ډیر تاسف سره د کندز ولایت سقوط تایید کړ، ده وویل چې ډیر زر به د کندز د جګړې رازونه افشا کړم.
مراد علي وویل، چې له امنیتي مشکلاتو وروسته به د کندز سقوط په اړه ځینې رازونه روښانه کړم چې څرنګه ځینو کړیو له وسله والو طالبانو سره ارتباط درلود.
مراد علي په خبر پاڼه کې ویلي دي، چې تر اوسه پورې یې د کندز په جګړه ۳۱۴ وسله وال طالبان وژلي او ۱۲۱ نور یې ټپیان کړي دي.
مراد علي وايي، په ډیر تاسف سره مونږ ونه توانیدو چې له وړاندې نه د هغو کړیو په اړه معلومات ترلاسه کړو چې په کندز کې ددښمن نفوذي کړۍ وې.
په کندز کې د نوي کرښې په نوم سازمان په مراد علي او ددې ولایت چارواکي د کندز د سقوط لاملونه وګڼل، چې د کندز د جګړې په رهبرۍ کې یې غفلت کړی دی.
همدارنګه د کندز والي اسدالله عمرخېل هم په مراد علي تور پورې کړ، چې د کندز د سقوط لامل د مراد علي کمزوری مدیریت دی.



