ننګرهار کې سعودي عربستان د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اسلامي پوهنتون جوړوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۰) زرغون خوږیاڼی

په ننګرهار ولایت کې د روداتو ولسوالۍ  اړوند د غازي امان الله خان ښارګوټي ته څیرمه زر جریبه ځمکه باندې د سعودي عربستان په ۵۰۰ میلیون ډالرو ارزښت سره نړيوال اسلامي پوهنتون جوړیږي.

 د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د غازي امان الله خان ښارګوټي سره نږدې به د سعودي په مالي لګښت نړۍ وال اسلامي پوهنتون جوړ شي، ددوی په وینا په یاد پوهنتون کې به د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې ترسره کیږي، چې ددې هېواد سربیره به د ټولې اسلامي نړۍ ځوان محصلین هم زده کړې کولای شي.

چارواکي وايي چې د یاد پوهنتون لپاره يې د ودانۍ جوړولو مالي طرحه وړاندې کړې ده او د جوړیدو پلان یې بشپړ شوی دی، چې ډير ژر به د سعودي لخوا د یاد پوهنتون د جوړولو چارې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې دوه اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې سعودي عربستان د ۵ میلونه ډالرو په مالي مرسته د دغه ښار په شپږمه حوزه کې د خالص بابا د نجم الجهاد فامیلۍ تر څنګ د روغتون  او نرسنګ( د بي بي فاطمة الزهرا نسايي ولادي روغتون) د جوړیدو د بنسټ ډبره هم کیښودل شوې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button