د یرغلګرو له راتګ څخه وړاندې د عاشورا پر مراسمو د بریدونو مثال نه لرو(طالبان)

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۳) زرغون خوږیاڼی
طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د محرم الحرام په یوولسمه کابل او بلخ کې د عاشورا پر مراسمو بریدونه که هر چا په هر نوم کړي وي د ژور تاثر وړ دي، ددوی په وینا ددغه ډول بریدونو تر ټولو لوی زیان افغان ولس ته رسیږي.
طالبان په خپره شوې اعلامیه کې زیاتوي، چې اشغالګر غواړي په افغانستان کې د سني او شیعه ترمنځ د نفاق او اختلاف اورونه بل کړي او دوی خپل شوم پلانونه تطبیق کړي او د ګران هیواد په اشغال باندي پرده واچوي.
طالبان وايي، چې د یرغلګرو له راتګ څخه وړاندې د عاشورا پر مراسمو د بریدونو مثال نه لرو.
((مګر پر افغانستان د یرغلګرو له تاړاک سره همدا ډول پیښې رامنځته شوې، څو کاله مخکي د ابوالفضل پر زیارت خونړی برید او همدا اوسنۍ حملې د دې ډول پیښو بېلګې دي)).
دوی وايي په افغانستان کې شیعه او سني له پیړیو راهیسي ګډ ژوند کوي، یو د بل په غم او خوشحالۍ کي شرکت کوي او آن پر افغانستان د یرغلګرو د تجاوز پر مهال د تاړاکګرو پر ضد سني او شیعه اوږه په اوږه جنګیدلي.
د طالبانو په خبره، ((همدا اوس هم اهل تشیع په بامیان، دایکندي او هزاره جاتو کې د مجاهدینو سره د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګي رژیم پر ضد روان جهاد کي همکاري کوي)).
طالبان وايي، ((چا چي همدا حملې ترسره کړي وي او افغانستان کي د شیعه او سني ترمنځ جګړو ته زمینه سازي کوي، په دې باید پوه شي چي د همدې ډول بریدونو او اختلافونو تر ټولو لویه ګټه د اسلام قسم خوړلو اشغالګرو دښمنانو ته رسیږي او تر ټولو لوی زیان به یې د افغان مجاهد ولس پر اوږو بار وي)).
طالبانو د منځني ختیځ خپلمنځي جګړو ته په اشارې سره ویلي دي، ((د منځني ختیځ اوسنی خونړی او بوږنونکی وضعیت مو په مخ کي پروت دی چي یرغلګرو څه ډول شیعه او سني په اوږدو او خونړیو جګړو کي ښکیل کړل او دوی یې ننداره کوي، افغانان د دښمن همدغي دسیسې ته باید ځېر واوسي او پرینږدي چي دښمن دلته هم د عراق، سوریې او یمن په څېر مذهبي او نژداي جګړې پیل کړي)).
طالبانو د اعلامیې په پای کې په اسلامي هیوادونو کي د مذهب، نژاد، ژبي او سمت په نوم ناروا جګړې د دښمن هغه خطرناکه حربه او دسیسه بللې، ددوی په خبره په دا ډول جګړې د اصلي دښمن پر ځای د مسلمانانو بشري او مالي ځواک خپلمنځي نښتو کي له منځه وړي.
طالبان وايي، چې په افغانستان کې په هیڅ ډول همدارنګه جګړو ته باید اجازه ور نه کړل شي او له ټولو ممکنه لارو څخه یې ضرور باید مخه ونیول شي.



