ګلاب منګل د ولسمشرسلاکار او د ننګرهار ولایت د والي په توګه وټاکل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۸) زرغون خوږیاڼی
تېره ورځ د ولسمشر اشرف غني په ځانګړي فرمان ګلاب منګل د ولسمشر اشرف غني د سلاکار وزیر او ننګرهار ولایت د والی په توګه وټاکل شو.
تر دې مخکې د ننګرهار ولایت والي سلیم کندوزی و، چې د اکتوبر میاشتې په دویمه نیټه یې د یو لړ ستونزو له امله استعفا ورکړې وه.
محمد ګلاب منګل د حاجي یارالدین منګل زوی دی، چې په ۱۳۳۶ هـ ش کال د پکتیا ولایت د لجه منګل ولسوالۍ په شاتو کلي کې زېږېدلی دی.
ویل کیږي چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي دي.
په ۱۳۸۲ ه ش کال کې د حامدکرزي لخوا د پکتیکا ولایت د والي په توګه ټاکل شوی و، وروسته له هغه د لغمان او هلمند ولایتونو د والي په توګه هم پاتې شوی دی.
په هغه وخت کې ویک لیکس ځینې نړیوال رازونه افشا کړل، د حامد کرزي او ګلاب منګل تر منځ یې د لفظي شخړې د پيښېدو څخه پرده پورته کړه، د ویک لیکس په وینا حامد کرزي ګلاب منګل ته ویلي وو، چې پر ځاى به يې د هلمند ولایت لپاره يو قاچاقبر د والي په دنده وګماري، خو دى به لري کړي، چې وروسته ګلاب منګل دا خبرې رد کړې وې.
دی د له امریکا سره د امنیتي تړون د جرګی غړی هم و، د اشرف غني لخوا د د سرحدونو او قبائلو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی و، چې اوس هم د سرحدونو او قبائيلو چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار او د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو.



