د زکات مسایل (۲۴مه برخه) که د زکوة روپۍ غير مستحق ته ورکړى شي

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
پوښتنه : يو کس د نصاب څښتن دى خو د زکوة اخيستو مستحق نه دى، بل کس دی د زکوة مستحق وګڼلو او د زکوة روپۍ يې ورکړې، هغه تحفه يا هديه وګڼله او قبوله يې کړه، وروسته ورته معلومه شوه چې دا د زکوة روپۍ دي نو اوس همدغه کس ته څه کول پکار دي؟ آيا هغه ته د همدغو روپيو استعمال روا دى او که چا روپۍ ورکړې هغه ته به يې واپس بيرته ورکوي؟ او که همدغه روپۍ دې کوم مستحق ته ورکړي؟.
ځواب : کوم کس چې روپۍ ورکړې له هغه څخه دې پوښتنه وکړي، که چيرته هغه ووايي چې دا د زکوة روپۍ دي نو صفا دې ورته ووايي چې زه د زکوة مستحق نيم او روپۍ دې هغه ته بيرته ورکړي، او که چيرته د روپيو له ورکونکي څخه پوښتنه کول سخت وو يقين او غالب ګمان دا وه چې دا د زکوة روپۍ دي نو د هغه لپاره د همدغو روپيو استعمال حلال او ښه نه دي، که ممکنه وي نو ورکونکي ته دې واپس بيرته ورکړي يا دې صدقه کړي ([1]).
زکوة په هجري کال سره دى او که په شمسي کال سره
مسئله : د يوه کال د پوره وخت تيريدلو مطلب دا دى چې زکوة تر هغه وخته پورې واجب الاداء نه دى تر څو پورې چې يوه کس ته د هغه د مال مالک جوړيدلو موده يو کال شوې نه وي، او له کال څخه مراد قمري (د مياشتې) په حساب سره کال دى، شمسي (د انګريزي) حساب نه دى، ځکه چې په قمري کال سره يو کال درى سوه او څلور پنځوس (٣٥٤) ورځې کيږي، او شمسي کال کله درى سوه پنځه شپيته (٣٦٥) ورځې کيږي او کله يوه ورځ له دې څخه زياتيږي ([2]).
مسئله : د زکوة په اداء کولو کې قمري کال لره اعتبار دى، شمسي کال لره اعتبار نشته، اوس يا يې د قمري کال په اعتبار سره ورکول پکار دي او که چيرته د قمري کال اعتبار کول ګران وه نو بيا په شمسي کال سره د لسو ورځو زيات زکوة ورکول پکار دي ([3]).
([1]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ١٨٦، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٩٣، تحت قوله ولو دفع بلا تحر، باب المصرف.
([2]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٥، ص : ٥١، بحواله : علم الفقه، ج : ١، ص : ٩٦٤.
([3]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٥، ص : ٥٢، بحواله : آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٣، ص : ٣٦٢، وفتاوى عالمګيري، ج : ٤، ص : ١٣، ودرمختار، ج : ٢، ص : ٥٠، وکفايت المفتي، ج : ٤، ص : ١٤٥.



