د عطاء نور ديپلوماتيکو اصولو خلاف حرکتونو ناندرې راپورته کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۸) الماس خدرخېل

تېره ورځ د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله او ورسره پلاوی سعودي عرب ته تللي، چې په دې پلاوي کې د بلخ سرپرست والي عطاء نور د ديپلوماتيکو اصولو خلاف حرکتونه کړي.

په دې اړه په ټولنيزو رسنيو کې د فعالانو تر منځ ناندرې راپورته شوي، دوی وايي چې عطاء نور د ديپلوماتيکو اصولو خلاف حرکتونه کړي.

په ټولنيزو رسنيو کې چې د اجرائيه رياست فېسبوکپاڼې خپور کړی او يو شمېر نورو فيسبوکپاڼو هم راخيستی، ښکاري چې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان سره روان دی.

د فسبوک يو فعال محمد العربي ليکلي: (د سـعودي شاهي ماڼۍ هم ورته د ـ ع او غ ـ سپيدار ماڼۍ ښکاريده ، انځور کې ګورۍ چې مالم اتا مامد نور دپروتوکول د نه مراعتولو په وجه څومره سپک کړاى شو).

په همدې تړاو ځينو ټولنيزو رسنيو او يو شمير فعالانو ليکلي او په عکس کې ښکاري، چې د بلخ والي عطاء نور غوښتل چې ځان د پاچا سلمان بل اړخ ته ورسوي، خو د نوموړي د ساتونکو له خوا يې د مخکې تګ مخه نيول شوې او شاته يې ټېله کوي چې د هغه توله ورسره خرابېږي.

بل پلو ځينې فعالان بيا وايي د عطانور له خوا د عينکو په لاس کې نيول يو غير ديپلوماتيک حرکت ګڼلی او وايي، چې افغان سياستوال يې په دې حرکتونو خام معرفي کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button