د یوه دیني عالم او د تاتاري هلاکوخان د لور سوال او ځواب

ژباړه: عبدالمجید جواد

د تاتاریانو له فتحې وروسته د هلاکو خان لور له څو تنو عسکرو سره په اس سپره د بغداد په ښار کې روانه وه، چې د خلکو په یوې ګڼې ګوڼې باندې یې سترګې ولګیدې، پوښتنه یې وکړه چې دا خلک ولې داسې راټول شوي دي، څه کیسه ده؟ ورته وویل شو، چې دا خلک  یوه عالم سړي نه  راټول شوي او د هغه وعظ او نصیحت اوري.

د تاتاریانو پاچا هلاکوخان لور خپلو عسکرو ته وویل، چې دا عالم دې زما مخې ته راوړل شي،عسکرو یې امر پر ځای کړ او هغه عالم دین سړی یې د هغې مخې ته حاضر کړ.

تاتاري شهزادګۍ پر عالم سوالونه شروع کړل.

 شهزادګۍ:  آیا تاسو پر الله ایمان لرۍ؟

 عالــم: هو بلې یقینا مونږ په الله تعالی باندې ایمان لرو.

 شهزادګۍ : آیا تاسو پر دې خبرې ایمان لرۍ، چې د الله جل جلاله چې چاته خوښه شي هغو ته په نورو غلبه ورکوي؟

 عالــم :هو بالکل مونږ پر دې خبره ایمان لرو، چې د الله ج چې چاته خوښه شي هماغه غالب کوي.

 شهزادګۍ: نو نن الله ج مونږ پر تاسو غالب کړي نه یو؟

عالم : هو نن وخت تاسو پر مونږ غالب یاست.

شهزادګۍ: نو دا د دې دلیل نه دی، چې الله ج ته له تاسو مونږ ډیر ګران یو؟

عالــم : نه بالکل نه، دا خبره د دې دلیل نه ده.

شهزادګۍ: ولې؟

عالــم : تا کله شپون لیدلی دی؟

شهزادګۍ: هو.

عالــم : دا به دې هم لیدلي وي، چې شپنو یو څو سپیان هم ساتلي وي چې د رمې تر شا یې روان وي؟

شهزادګۍ:  هو دا مې هم لیدلي.

عالم: ښه نو کله چې یو څو  ګډې بیزې له رمې نه بیلې شي د شپانه نه اوري او په بل خوا روانې شي نو شپون څه کوي؟

شهزادګۍ:  شپون له رمې نه جدا شوو څاروو پسې خپل سپي خوشې کوي تر څو هغوی بیرته خپلې رمې ته راوګرځوي.

عالــم: شپون دغه یې سپي تر کومه دغو بې لارو شوو څاروو پسې خوشي کړي وي؟

شهزادګۍ:  تر هغو پورې تر څو یې چې بیرته راګرزولي نه وي.

عالــم: نو تاسو تاتاریان هغه سپي یاست چې الله جل جلاله مونږ مسلمانانو  پسې پریښي دي، تر څو پورې چې مونږ د الله له لارې کاږه روان یو د الله ج حکمونه نه منو، د الله ج بې اطاعتي کوو، خپل منهج او مسیر باندې نه ځو، تر هغو پورې به تاسو تاتاریان سپي مونږ مسلمانانو باندې مسلط وۍ او زمونږ امن، سکون او ازادي به مونږ باندې حرامه وي.

کله چې  مونږ خپلې لارې او مسیر ته بیرته راوګرزیدو، پر خپل دین مو بیرته منګولې ولګولې د الله ج نافرماني مو پریښوده، نو ستاسو ورځې به ختمې شي، مونږ به غالب یو او تاسو به مغلوب او زمونږ غلامان وۍ ……

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button