کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د نورستان ولایت مرکز اړوند په ستاب سیمه کې د دې ولایت د والي پر موټر انفجار وشو، چې په اړه یې کره مالومات نه دي ترلاسه شوي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې د نورستان والي په یوه چاودنه کې عبدالقیوم مرګونی ټپي شوی دی.
امنیتي چارواکو دغه پېښه تأیید کړې ده، خو د والي عبدالقیوم په اړه یې څه نه دي ویلي.
د پېښې په اړه به نور جزئیات وروسته خپاره کړل شي…


















