(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۸) زرغون خوږیاڼی
په کابل کې امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي دي، چې په یو وسله وال برید کې ددوی ۲ امریکايان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.
افغان چارواکو ویلي دي، چې بریدګر د ملي اردو په یونیفورم کې و، چې د کابل په اوومه حوزه کې یې په میشتو امریکايي عسکرو ډزې وکړې، په ډزو کې دوه امریکایان ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
په کابل کې امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ملي اردو په یونیفورم کې وسله وال تن په دوی مخامخ ډزې وکړې، په ډزو کې یو ملکي قرادادي او بل امریکايي عسکر وژل شوي او دوه ملکي قراردادیان او یو بل امریکايي عسکر ټپیان شوي دي.
دوی د وژل شویو امریکایانو هویت نه دی په ډاګه کړی.
یاده سرچینه وايي چې په متقابلو ډزو کې بریدګر هم وژل شوی دی.
د دفاع وزارت ویلي، چې د بریدګر هویت نه دی معلوم شوی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د دفاع وزارت په وینا، برید نن غرمه ۱۱ بجې هغه مهال رامنځته شوی دی، چ د ناټو ځواکونو په سیمه کې له یوې نظامي قرارګاه څخه لیدنه کوله.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال نيکولسن پيښه تایید کړې ده او ویلي يې دي، چې پردې پېښې سخت دردېدلى ((مونږ چې هر یو عسکر له لاسه ورکړی سخت پرې زوریدلي یو)).
نيکولسن دغه برید غندلی او ويلي یې دي، مخالفین باید پدې پوه شي چې امريکایان او متحدين به يې د افغان ملي دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ څخه لاس وانخلي.
د ياد بريد مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.


















