اوبه له ورخه تېرې دي

قاري خالد
دبرېښنا شرکت دهغو پورَوړو لیست خپور کړی چې دبرېښنا له درکه په ملیونو افغانۍ پورَوړي دي. دلیست دسر نوم د ولسمشر غني دلومړي مرستیال دی څوک چې دمګړۍ دطالبانو سره د جګړې لپاره، فاریاب ته تللی او دطالبانو په یوه کمین کې ټپي هم دی.
دوستم چې دډاکټر غني سره د اتحاد پر مهال یې له اخلاقي جرأته کار واخیست، او له ولسه یې دتېرو کړنو معافي غوښتې وه؛ هغه مهال یو شمیر افغانان په دې اند ول چې دوستم چل کوي او غواړي یو وار بیا په پسته ژبه افغانان ولوټي او دپښتنو په مټ دخپل قوي رقیب معلم عطا واک او ځواک وننګوي.
په دې وروستیو کې دشمال ډېری ولسونه دطالبانو سره دجګړې پر پلمه، جنرال دوستم مسلح کړي چې ناوړه عواقب به یې لېږه موده وروسته ټولو هیوادوالو ته جوَت سي او هم یې دبرېښنا له شرکته په ملیونو افغانۍ برېښنا مصرف کړې چې نه یې یاد شرکت ترې غوښتلی سي نه ولسمشر، نه کوم بل اُورګان
دبرېښنا دوهم غل دکابل دمعیوب او بلواک نظام ستر مفتي عبدالرب رسول سیاف دی؛ سیاف چې تر بل هر چا دطالبانو په تکفیر او تفسیق کولو کې مخکښ دی، او طالبان دبېګناه او مظلومو هیوادوالو په وژلو تورنوي دبرېښنا له شرکته په ملیونونو افغانۍ برېښنا مصرف کړې چې تر دې دمه یې پیسې ندي لنډي کړي. دسیاف وراره هم دبرېښنا شرکت دسر کتار په پوروړو کې دی چې دسیاف له نومه ګټه پورته کوي او سیاف ترڅنګ کلک نیولای.
سیاف چې تنها دبرېښنا شرکت ملیونونه افغانۍ قرضداره دی تر دې زیات به دهرې ادارې قرضداره وي. دسیاف محل ددې مظلوم ولس په وینو رُڼا دی او او دبرېښنا دهر واټ مصرفولو پور به یې ددې ولس له خولو او وینو باسل کېږې.
دلته چې غریب ولس دلاس پر تڼاکو دګټل سوو پیسو له مدرکه په سلو کې لس افغانۍ حکومت ته مالیه ورکوي، هلته همدا مالیه نېغ پر نېغه دسیاف او دوستم دمحلونو په تزئین، ارائش او برېښنا مصرفېږي
په ورته وخت کې دحکومت داخلي اختلافاتو هم زور موندلی. دا په داسې حال کې ده چې دهیواد څو ستر ولایات دمجاهدینو له لورې کلابند دي او ورځ تر بلې پرې کړۍ تنګېږي.
په نظام کې يو شمير سياستوال چې دخپل هيواد د راتلونکي برخليک لاره ترې ورکه ده، د تېر په څېر د هرې پېښې پړه په بهرنيو هيوادونو ور اچوي، چې ګویا دبهرنيانو دلاسوهنو له امله په هيواد کې سم سمکې نه رامنځته کيږي؛ خو په دولت کې دننه په اداري فساد، ګمرکي ګټو، له شرکتونو او وزارتونو پر غلا، دمځکو او مارکیټونو پر غصب او له بهره په راټولو شوو ډالرو اختلافات اوج ته رسېدلی؛ منو چې بهرنیان دهرې ناکردۍ تر شاه لاس لري خو دا بهرنیان ستاسې تر شاه هم لاس لري او د ولس شتمنۍ درباندې قصدي چور کوي.
یعنې که بهرنیان دناخوالو عاملین دي، ددغو مزدورانو وجود پر خپله یوه ناخواله ده چې په افغان مسلمان ولس دبهرنیانو له لورې جبري تحمل سوې ده.
اوس چې هر څه په شرم ورګډ دي، ولایات سقوط ته نږدې دي او چارواکو خپل بانکي حسابونه تر مورګو ډک کړي؛ دوطن او وطنوالو دښېرازۍ یوه لاره سته او هغه دا چې موجوده بلواکه چارواکي په زغرده ومني چې غلامان دي، دبهرنیانو دوجود پر اړه غوڅ غبرګون وښایي او دواک واګې د افغانستان اسلامي امارت ته وسپار



