د کابل عسکره!

جاوید احمدزی
د کابل عسکره! خبر شوم چې نن دې خپل بهرني استادان په نښه کړي، هغه څوک چې ته ورته له هرڅه څخه ژمن ښکاریدې.
اې!
ایله نن دې ځان سرتیری جوړ کړ. ایله نن واقعي سرباز شوې او ایله نن راته د وطن ساتونکي په جامه کې را ښکاره شوې. را ځه زما اوستا د دښمنۍ یو څو عوامل درته ووایم!
تر پرونه ته او ستا همسنګريان د همدې امریکایی بادارانو په چوپړ کې د افغان طالب پرضد جنګیدئ، سر مو قربانوو او خپلې پلیتې نظریې او بلواکې جګړې ته مو د وطن ساتنې نوم ورکاوو.
هو! هغه تاسو واست چې د امریکایانو څخه د دفاع پخاطر مو زمونږ استشهادي مجاهد د امریکایانو د ټاور مخې ته شهید کړ او هغه هم تاسو واست! چې د لارې په سر څو مجاهدینو له نیکې سلیقې، او خواخوږۍ له کبله تاسو ته د خښ کړل شوي ماین څخه د تیریدلو امر وکړ ترڅو راغلي یرغلګر چې زمونږ په دین، عزت او خاوره یې تیری کړی پرې والوزوي، تاسو د څو ډالرو پخاطر په همغه ساعت هغوی له دې فاجعې خبر کړل چې له یوې خوا مو زمونږ خواري عبث کړه له بلې خوا مو خپل ځان د هغوی په لیست کې شامل کړ.
اې نن چې مجاهد تا په دا سر سر ولي د همغې ورځې کسات دی، چې تا یو وخت په توره شپه د امریکایی ملګرو سره یوځای د بیچاره طالب په کور ظالمانه چاپه وهلې وه او هغه تور سرې دې چې ستا خویندې او میندې هم یادیدې په امریکایي یرغلګرو بې عزته کړې.
نن ته همغه افغان عسکر یې چې پرون دې زمونږ د برکلي ملاصیب په دې تور د زندان تر ظالمانه هتکړیو ورساوو چې د هیواد راتلونکي نسل ماشومانو ته یې قرآنکریم ورښودلو.
اې!
نن ماته بعضې ستا همفکره همدا ستا په سر افغان وژونکی وایي، ما بیلا بیلو سازمانو ته منسوبوي؛ خو تاته تر ټولو ښه معلوم یم چې د یوه کلاشینکوف په توسط چې مرمۍ مې هم له تاسو په غنیمت نیولې جګړه کوم او د دې خاورې دفاع په ځان لازمه بولم.
ای دا چې نن دې له وختونو وروسته د افغانانو په قسم خوړلي دښمن د ټوپک شپیلۍ ورخلاصه کړه او له وختونو وفادارۍ وروسته دې خپل حقیقي دښمن پیدا او په نښه کړ، راځه اوس هم درته دښه راغلاست غیږه خلاصوم. رب دې زما د وطن ګل کړه


