د طالبانو سیاسي دفتر د مذاکراتو په تړاو راپورونه “تش افواهات” بللي

کابل ټکی کام ۳۰تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

ګارډین، ازادي راډیو او نورو رسنیو له تېرو څو ورځو راهیسې دا ډول راپورونه خپروي، چې په قطر کې د طالبانو استازو د افغان حکومت له استازو سره کتلي او یو لړ شرایط یې وړاندې کړي دي.

که څه هم ذبیح الله مجاهد دا ډول راپورونه بې بنسټه وبلل، خو یو شمېر رسنیو بیا ویلي دي، چې د طالبانو استازي په سعودي عربستان کې راتلونکې اونۍ د افغان حکومت له استازو سره لیده کاته کوي.

د طالبانو سیاسي دفتر دا ډول راپورونه تش افواهات بللي او په کلکه توګه یې رد کړي دي.

«موږ دغه افواهات ردوو، اصلا دښمن د جګړې په ډګر کې له وارخطايي او لار ورکۍ سره مخ دی،  غواړي  د دا ډول مغشوشونکو او بې اساسه راپورونو په وسیله  عامه ذهنیت مصروفه کړي».

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button