د موصل په روانو عملیاتو کې یو امریکایي عسکر وژل شوی

کابل ټکی کام ۳۰تله/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

نن څلورمه ورځ ده، چې د عراق په موصل ولایت کې د امریکايي ائتلاف په مرسته عراقي ځواکونو د داعش څخه د دغه ښار د بېرته نیولو په موخه پراخ عملیات روان کړي دي، چې د امریکا د دفاع وزارت په وینا، داعش شاتګ کړی او د عراقي ځواکونو پرمختګونه د پام وړ دي.

دا مهال د امریکا پوځ ویلي دي، چې د عراق په شمال کې د دوی یو امریکایي سرتېری وژل شوی دی.

د امریکایي پوځ په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه امریکايي عسکر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې لومړی ټپي او بیا یې وروسته ساه ورکړه.

د موصل د بېرته نیولو عملیاتو کې شاوخوا ۲۵ زره قوه برخه لري، چې د عراقي پوځیانو سربېره پکې کُردي ځواکونه، سني قبایلي ملېشې او شیعه ملېشې شاملې دي.

د موصل د بېرته نیولو په جګړه کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو شاوخوا سل عسکر برخه لري او شاوخوا پنځه زره نور امریکایي عسکر په نظامي اډو کې اوسیږي، چې له همدې اډو څخه د موصل د عملیاتو کې همکاري کوي.

د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي ویلي دي، چې د دوی ځواکونو په موصل کې پرمختګ کړی دی او چا ته به اجازه ور نه کړي، چې په موصل کې پر بشري حقونو تېری وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button