د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د حکمتیار جنګیالي له افغان حکومت سره مدغم شول

کابل ټکی کام ۳۰تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د افغان حکومت او حکمتیار ډلې ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته ولسمشر غني د دغې ډلې په اړه فرمان صادر کړی دی، چې له مخې یې د حکمتیار جنګیالي د یو لړ شرطونو په بدل کې له افغان حکومت سره مدغم شوي دي.

د حکمتیار د سولې له هوکړې وروسته دغه لومړی ځل دی، چې افغان حکومت د دغې ډلې په اړه فرمان صادروي.

په دغه فرمان کې راغلي دي، چې افغان هوايي او ځمکني ځواکونه به نور د حکمتیار د جنګیالیو پر مرکزونو بریدونه بند کړي.

همدا راز په فرمان کې راغلي دي، که چېرې د حکمتیار جنګیالي د وسله والو یا د «نړیوالو ترهګرو» تر برید لاندې راځي، نو افغان ځواکونه به یې مرسته کوي.

د دغه فرمان له مخې پر دغه ډله یو لړ بندیزونه هم لګېدلي دي، چې خپل ټول جوړښتونه او نظامي خوځښتونه به په ټپه دروي او همدا راز به ټول هغه کسان یا خوشي کوي او یا به یې افغان حکومت ته سپاري، چې د دوی سره بندیان شوي دي.

همدا راز د یوه بل ۲۴ ماده ییز فرمان پر اساس، د ملي امنیت شورا څخه غوښتل شوي دي، چې پر دغې ډلې د بندیزونو د له منځه وړلو په تړاو ګامونه پورته کړي.

په فرمان کې ویل شوي دي، چې د ولسمشرۍ ماڼې د چارو عمومي ریاست به د حکمتیار د اوسېدو د ځای او د امنیت په اړه د چارو په ترسره کولو لاس پورې کړي.

همدا شان دغه فرمان حکم کړی دی، چې د دغې هوکړې د پلي کولو لپاره دې د ولسمشر د سلاکار اکرم خپلواک په مشرۍ یوولس کسیز کمیسون جوړ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button