عراق: داعش وسلوالو پر کرکوک ښار بريد کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱) الماس خدرخېل

د عراق د دولت مخالفو وسله والو داعش ډلې د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې پر دوهم کردي ستر ښار (کرکوک) له تېرې شپې راهیسې بریدونه پیل کړي دي، چې پکې تر دې مهاله د ۶ پوليسو او څو تنه ايراني انجينرانو په ګډون لسګونه تنه وژل شوي دي.

د  راپورونو له مخې د داعش ګڼ شمیر سرتېرو بریدکوونکو، چي باروتي واسکټونه يي اغوستي او سپکو او درنو وسلو سمبال وو د کرکوک په مرکز کي حکومتي ودانۍ او د برق اسټیشنونه تر برید لاندي نيولي دي .

کرکوک د کردانو په لاس کې دی، چې د دغه ښار بېشمرګه ځواکونه په موصل کې د داعش ډلې خلاف جګړه پر مخ وړي.

ځينو لويديځو خبري رسنيو ويلي، چې داعش غواړي د هغو زرګونو ځواکونو پام د موصل له نيولو راوګرځوي چې په هغه ښار کې جګړه مخته وړي.

د کرکوک د پوليسو يو تن مشر رسنيو ته ويلي، چې په دې ښار کې د داعش وسلوالو پر پنځو دولتي ودانیو بريدونه کړي، چې په دغو بريدونو کې د پوليسو مرکزي دفتر هم شامل دی.

وسله والو د کرکوک په لمن کې د برېښنا یو مرکز هم په نښه کړی، چې ویل کېږي دلته ۱۸ امنیتي ځواکونه او د برېښنا د دې مرکز کارګران وژل شوي دي، په وژل شویو کې دوه ایرانیان هم شامل دي.

کرکوک له بغداده د شمال لورې ته ۲۴۰ کيلو متره لرې پروت ښار دی،چې د عراق د تیلو اکثره څاه ګاني همدي ښار کې دي.

د داعش اړوند وسلوالې ډلې د دې بريدونو مسؤليت منلی. په دغه ښار کې نن ورځ هم چاودنې او ډزې اورېدل کېږي.

بل پلو عراقي ځواکونه د موصل د جګړې په تړاو ادعا کوي چې د موصل ښار د نيولو په عملياتو کې يې پرمختګ کړی او ځينې سيمې يې له داعش ډلې نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button