ملګري ملتونه: ۲۰۱۶م کال تر ټولو تود کال و

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲) الماس خدرخېل

د ملګرو ملتونو او يو شمېر نورو هوا پېژندونکو ادارو ويلي، چې سږ ۲۰۱۶ م کال تر ټولو تود کال و، تر دې وړاندې يې ساری نه دی ليدل شوی او دغه کال به د تاريخ تر ټولو تود کال ثبت شي.

د هوا پېژندنې د نړيوالې ادارې ويندوی کلر ناليس وايي، د سږ کال له پيل راهيسې تر دې دمه د هوا د تودوخې مخکيني ريکارډونه مات شوي او ډاډه دی چې ۲۰۱۶ م کال به په تاريخ کې تر ټولو ګرم کال ثبت شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې اداره وايي، د نړۍ هوا له ډېرې مودې راهيسې د غير عادي حالت په لور روانه ده.

د امريکا د هوا پېژندنې څېړنيزې ادارې په خپل راپور کې ويلي و، چې  د ۲۰۱۶م کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د مځکې درجه د نولسمې پېړۍ د هوا د تودوخې تر درجې ډېره زياته اټکل شوې ده.

ساينسپوهان  وايي، د نړۍ د نفوسو ډېر والی، د کاربن ډای اکسایډ او د چاپېریال ککړتیاوې او د ګازاتو زیاتېدنه هم د ځمکې په اقلیم ګرمېدو کې بدلون راوستلی شي.

بل پلو د نړۍ ۱۴۶ هېوادونو د شین کوریزو ګازونو د خپرېدو محدودولو برخه کې ژمنې کړې، چې تمه کېږي دغه پروګرامونه به د اقلیم په برخه کې یوې نړیوالې ژمنتیا ته لاره هواره کړي.

د انسانانو کړنې لکه د سکارو، فوسيل او طبعي ګازو سوځول د کاربون ډای اوکسايډ اندازه زياتوي. چې شين کوريزه ګازونو د ځمکې تودوخې تر ټولو لوی عامل او د ځنګلونو پرې کول يې بل عامل دی.

ساینسپوهانو په ډاګه کړې ده‌ که چېرې د ځمکې د تودوخې درجه له دوو سانتیګرادو لوړه شي، د اقلیم پر بدلون به داسې لوی اغېز وکړي چې ان د نړۍ په کم عاید لرونکو هېوادونو به یې هم اغېز ډېر شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button