کابل ټکی کام۲۲میزان/۱۳۹۴
فرید احمد
له روزګان ولایت څخه زمونږ همکار عمر بلوڅ خبر راکوي چې د یاد ولایت په هره ولسوالۍ کې تقریباً هره ګړۍ وروسته د جګړو راپورونه راځي.
د روزګان ولایت په شهید حساس ولسوالۍ باندې د تېرو پنځو ورځو راپدېخوا درنه جګړه روانه ده.
د دې ولسوالۍ امینه قومندان ولي داد وايي، چې په تېره څلور ورځنۍ جګړه کې تر دې مهاله د ګڼو وسله والو د وژل کېدو سره تقریباً ۳۸ تنه پولیس وژل شوي او ۴۰ تنه نور پولیس ژوبل شوي دي.
ولي داد دا منلې ده چې څلور لوی مرکزونه هم د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
دی وایي چې سیمې ته په سلګونه وسله وال چې په پېشرفته اسلحو سمبال دي راغلي او سخته جګړه کوي، د ده په وینا که چیرې تر سبا مهاله له کابل او یا کندهار تازه دم ځواکونه را ونه رسیږي مجبور دي چې له ولسوالۍ څخه ځانونه خوندي وباسي.
د ده پر خبره، چې د دوی ټپیان هم د یادې ولسوالۍ په روغتون کې پراته دي، چې هیڅ روغتیايي اسانتیاوې نه لري.
همداشان له ترینکوټ څخه هم دجګړو راپورونه رارسیدلي دي، په ترینکوټ کې د ملي اردو په یوه پلي ګزمه وسله والو طالبانو بریدونه وکړل چې دواړو طرفونو ته مرګ ژوبله واوښته.
















