غزني: د قره باغ ولسوالۍ ټول ښوونځي د احتجاج په توګه تړل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۸) الماس خدرخېل
د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې د معارف ټول ښوونځي اوليسې د احتجاج په توګه د زده كوونكوپرمخ وتړل شول.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه ښوونځي يې د پوليسو له لوري د دوه تنو زده کوونکو له وژنې وروسته په احتجاجي ډول تړلي دي.
د غزني د قره باغ يو تن اوسېدونکي شاه محمد کابل ټکی کام ته وويل: چې دوه ورځې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د امنیه قومندانۍ پولیسو او د يادې ولسوالۍ د قوماندان ساتونکو د حمیدالله او فدا محمد په نومونو د سلطان محمود عالي لیسې د یوولسم او دولسم ټولګي دوه تنه زده کوونکي په قصدي توګه په ډزو سره ووژل.
د سيمې مخور او سپينګيري وايي، چې د قره باغ د ليسو او ښوونځيو استادانو او زده کوونکو له ولس سره په يوه خوله دا پرېکړه کړې، چې د زده کوونکو سره د شوي جنایت د پلټنې او مجرمينو ته د سزا ورکونې پورې به دغه ښوونځي وتړي.
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ په دغه ولسوالۍ کې رامينځته شوې وه، چې تر دې مهاله سيمه ييزو چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو قومندان سيد عارف د طالبانو سره په تړاو درلودلو يو تن محصل او استاد سخت ووهل او يو تن يې په ډزو ژوبل کړی و.
د يادونې ده، چې نن د شنبې په ورځ د قره باغ د مرکزي لیسې په شمول د شاوخوا سېمو ټول مکتبونه او لیسې د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.



