امريکا: يوې مسافر وړونکې الوتکې د الوتنې پر مهال اور اخيستی- ۲۰ تنه ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۸) الماس خدرخېل
د امريکا په متحده ايالاتو کې يوې مسافر وړونکې الوتکې د الوتنې پر مهال اور اخيستی.
دغه پېښه د امریکا شيکاګو ښار په هوايي ډګر کې رامنځته شوې، چې لږ تر لږه ۲۰ تنه پکې ټپيان شوي دي.
د شيکاګو چارواکو رسنيو ته ویلي، چې د الوتکې د عملې په ګډون په دې ستره الوتکه کې ۱۷۰ کسان سپاره وه.
چارواکي وايي، پېښه د الوتکې د ټاير د چاودېدو او په يو ماشين کې د اور لګېدنې لا امله رامنځته شوې ده.
دوی زياتوي، چې د اور لګېدنې وروسته سملاسي الوتکه د مسافرو نه تخليه کړی شوه، خو ډيری ټپيان د الوتکې نه د ښکته کېدو پر وخت د ټيل ماټيل له امله ټپيان شوي دي.
په پېښه کې ټپي شوي کسان د تداوۍ لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.



