کابل: د ملي اردو پر رينجرموټر چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۸) الماس خدرخېل

د راپورونو له مخې تېر ماښام د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سيمه کې چاودنه ترسره شوې ده.

چاودنه د ملي اردو په رينجر موټر شوې، چې له امله يې د ملي اردو ۲ سرتيري وژل شوي او يو پوليس او دوه ملکيان ژوبل شوي دي.

د ځايي اوسېدونکو له قوله، چاودنه ډېره درنه وه او تر لرې سيمو پورې يې غږ اورېدل شوی دی.

اوسېدونکي وايي، چې ګڼ شمېر امبولانسونه يې وليدل، چې د پېښې له ځای نه روغتون ته په لاره وه.

يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې په چاودنه کې دوه سرتيري او درې ملکيان ټپیان شوي دي.

د پېښې مسؤوليت تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

بايد وويل شي، چې د کابل ښار اړوند ځينو سيمو کې د ملي اردو په رينجر موټرو وخت ناوخت د مقناطيسي ماين چاودنې ترسره کېږي، چې چارواکي يې پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button