احمدالله مهاجر
د زابل ولایت مرکز قلات څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې د دغه ولایت له شاجوی ولسوالۍ څخه تر شهر صفا پورې د کابل کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده، او د طالب جنګیالیو له لورې د افغان ځواکونو مرکزونه او پوستې تر محاصرې او بریدونو لاندې دي.
د طالبانو ویاند ښاغلی قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي چې د دغه ولایت مرکز قلات کې د دوی جنګیالي په پنځه کیلو مترۍ کې جنګیږي، او اوس هم شدیده جګړه روانه ده.
احمدي زیاته کړې ده چې د دوی جنګیالیو پر هغه کاروان هم بریدونه پیل کړي دي چې د جنرال عبدالرازق په مشرۍ د لارې د خلاصون او له طالب وسلوالو سره د جنګ کولو په موخه دغه ولایت ته تللې وه، چې تر اوسه یې ۷ ټانګونه او پکې سپاره عسکر د قلات ښار په ۵کیلو مترۍ د ملادین په سیمه کې د بریدونو او ماینونو سره مخ شول.
ښاغلي احمدي ویلي دي چې د خان کلي په استقامت کې د کاروان څه حصه محاصره ده او شدیده جګړه ورباندې روانه ده، دی د افغان ځواکونو د تېښتې خبر هم ورکوي، او هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې د دوی د جنګیالیو د وژلو په اړه د کابل مطبوعاتو خپاره کړي دي، ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په همدې درې ورځنۍ جګړه کې یواځې درې تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي، او ۶تنه نور ژوبل دي.
ویل کیږي چې افغان ځواکونو د عامو خلکو پر کورونو هاوانونه هم ویشتلي دي چې یو شمېر ځوانانو، ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
















