عمرزاخليوال: شربت ګله به نن سې شنبې له پاکستاني جيل نه ازاده شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۱) الماس خدرخېل
په پاکستان کې د افغانستان سفير عمرزاخليوال ويلي، چې تېره ورځ افغان ديپلوماتانو د پېښور په محبس کې له شربت ګلې سره ليدلي او نوموړي هيله څرګنده کړې، چې نن سې شنبې ورځ به شربت ګله له بنده ازاده شي.
شربت بي بي وروسته تر هغه د ((افغان انجلۍ)) په نوم مشهوره شوه کله چې د نیشنل جیوګرافیک یوه عکاس «سټیف مکري» په کال ۱۹۸۴ کې د پيښور ښار په ناصر باغ کمپ کې د هغې څخه انځور واخیست.
هغه مهال د شربت ګلې عمر ۱۲ کاله وو، د هغې انځور د نیشنل ګرافیک د مشهورې مجلې پر لومړۍ پاڼه خپور شو.
د افغانستان مشهوره څېره شربت ګله په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو د جعلي پاکستاني اسنادو د لرلو په تور زندان کې اچولې ده .
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه ليکي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ایف آی اې ته ویلي، چې د بشرپالنې له مخې د شربت ګلې له خلاصون سره مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه ” کله مو چې د شربت ګلې خلاف تورونه بیرته واخیستل ، یا مو هغه له هیواده وویستله او یا مو ورته موقته ویزه ورکړه بیا به د هغو کسانو خلاف قضیې ثبت کړو، چې دې افغان میرمنې ته یې جعلي شناختي کارډ ورکړی دی . ځکه اصلي خلاف کاري دوی دي . “
په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخلیوال تر دې مخکې ویلي و، چې په داسې حال کې چې تر پنځه سوو زرو زیاتو افغانانو ته د پاکستاني ادارو له خوا د یوې ډیرې عادې پروسې له مخې شناختي کارډونه ورکړل شوي د پاکستاني چارواکو له خوا ورته د شربت ګلې نیول د پوښتنې وړ دي .
د نوموړې خاوند او یوه لور په یوې داسې ناروغۍ مړه شوي چې د درملنې وړ وه او خپله هم ناروغه ده .
شربت ګله اوس درې لوڼې لري چې روبینه، زاهده او عالیه نومېږي.



