جنوبي وزيرستان: په چاودنه کې د پاکستاني پوځ افسر وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۲) الماس خدرخېل

پاکستاني چارواکو ويلي، چې افغان پولې ته څېرمه په جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو په کاروان چاودنه شوې، چې له مله يې ګڼ شمېر سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې چاودنه تېره ورځ د جنوبي وزيرستان په واڼه کې رامنځته شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په چاودنه کې د پوځ يو لوړپوړی افسر مېجر عمران وژل شوی او ۶ تنه نور پوځيان ټپيان دي.

سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې له چاودنې وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او سيمه يې محاصره کړې او تلاشي يې شروع کړه.

په دغه سيمه کې دا چاودنې داسې مهال ترسره کېږي، چې له تېرو دوه کلونو راهيسې په دغه سيمه کې د وسلوالو پر ضد د پاکستاني ځواکونو د ضرب عضب په نامه عمليات دوام لري.

چارواکي وايي، چې تر دې دمه يې په دغو عملياتو کې زرګونه تنه بهرني او کورني وسلوال وژلي دي.

د ورکړل شوو راپورونو له مخې په دې عملياتو کې د پاکستان پوځ ۴۹۰ امنيتي سرتيرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم په دغه سيمه کې د پاکستان پوځ سره د تحريک طالبان وسلوال په جګړه بوخت دي، خو تر دې دمه د دې چاودنې مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button