خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

ویسا:

يو فرصت چې دريغه ضايع نشي

کابل ټکی کام:

لکه له حکمتیارصیب نه چې ضایع نه شو!!! او پرې ورټوپ یې کړ.

آرمان:

د يوه جدي بدلون اړتيا خو له كومې لارې؟

کابل ټکی کام:

له ګلمرجان نه یې زده کړئ: د زر، زور او تزویر له لارې!!!

هیواد:

د اخلاقي زوال يوه ضمير لړزوونكې بېلګه

کابل ټکی کام:

یعنی د زرګونو شهیدانو له وینو توییدو سره سره دښمن ته تسلیمیدل.

افغانستان:

د جګړې په ختمولو كې ولې ناكام يو؟

کابل ټکی کام:

ځکه چې جګړه نیابتي ده.

 

اصلاح:

چارواكي د څو اړخيزو ستونزو په ګرداب كې

کابل ټکی کام:

او ولسي خلک د امریکایی څټک او ملي وحدت حکومت د سندان په مینځ کې.

نيکولسن:

د افغانستان د کمزوري کولو لپاره د يو شمېر هېوادونو هڅې د زغملو نه دي

کابل ټکی کام:

او په کندز کې په نیمه شپه په خواږه خوب ویده د۶۰ بې ګناه تنکيو ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو بمبارول او وژل د زغملو دي؟ لعنت مو پر خولو شه. او لعنت مو پر غلامانو شه.

ویسا:

عراقي ځواکونه د موصل څنډو ته رسېدلي

کابل ټکی کام:

خو د پتلونونو په ډکولو سره.

هیواد:

د ولسمشر غني او دوستم ترمنځ لانجه د ټیلیفوني اړیکې له لارې حل شوه

کابل ټکی کام:

د غټانولانجې د ټلیفون له لارې حل کیږي خو د غریبو ولسي خلکو لانجې بیا په کلونو کلونو د زندان د تورو تختو تر شا هم نه حل کیږي. ځکه خو خلک وسلې ته په لاس کولو مجبوریږي.

یوه چینایۍ ورځپاڼه:

په عراق او سوریه کې پر داعش د فشار له امله د دې ډلې جنګیالي افغانستان ته راګرځي.

کابل ټکی کام:

دا خو هیڅ منطق نشي منلی. لږ شرم په کار دی. د درواغجن دې تور وي.

مشرانو جرګه:

پر سوله غوښتونکو طالبانو د پاکستان فشار د افغانستان په چارو کې د اسلام اباد مداخله ده.

کابل ټکی کام:

او پر اسلام غوښتونکو افغانانو د امریکا او ټولې کفري نړۍ فشار د افغانستان او مسلمانانو په چارو کې د سپینې ماڼۍ مداخله نده؟

ویسا:

افغان جګړه د لاپيچلتيا پر لور

کابل ټکی کام:

د لا پیچلتیا په لور که د ګوډاګي رژیم د نسکوریدا او مخالفینو د پیاوړتیا په لور؟

سرنوشت:

جایگاه کمرنگ افغانستان؛ در مبارزات انتخاباتی آیالات متحده امریکا

کابل ټکی کام:

و جایګاه بدرنګ افغانستان به سطح جهان، بر مسلط شدن حلقه بګوشان امریکا و صلیبیان بر زمام امور افغانستان مسلمان، مجاهد و شهید پرور.

ویسا:

يو بوږنوونكى رپوټ!

کابل ټکی کام:

یعنی په کندز کې د صلیبی وحشي هوایی ځواکونو د بمبار له کبله بی ګناه بی وسه، جنګ ځپلي او غریب ۶۰ مسلمان هیواد وال تنکي بچي په ډیرې بې دردۍ او بې رحمۍ سره وژل کیدل.

ګهیځ:

له حزب اسلامي سره د طالب اوسنۍ بې توجيه تربګنۍ

کابل ټکی کام:

په اصل کې له طالب سره د حزب اسلامي د ځان غوښتنې، فساد او پاټکسالارۍ پخوانۍ تربګنۍ په عکس العمل کې.

ویسا:

افغان ولس د طالب او داعش پر سره تبۍ

کابل ټکی کام:

او په کندز کې د افغان ولس تنکي ماشومان د امریکا پر تخت او تاج!!!؟ شرم وکړئ په دې ډول غلامانه قضاوت.

هیواد:

د علمي او كلتوري خدمتونو په وياړ ډاكټر محمد اكبر وردګ ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي مډال وركړ شو.

کابل ټکی کام:

له دې مخکې د ګډا او ډمتوب د خدمتونو په ویاړ د اشرف غني په لاس یوې مشهورې ډمې … ته د میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړل شو. شرم، خجالت، رسوایي. او له دې مخکې هم یوه امریکایی جنرال ته چې د افغانانو بچي یې وژلي وو د وزیر اکبر خان مډال ورکول شوی و.

۸صبح:

راکت های امریکایی در مراکز نظامی داعش در عراق کشف شده است

کابل ټکی کام:

مثلیکه داعشي ها در افغانستان توسط طیاره های هلیکوپتر حمل و نقل میشوند. او کمک ها بر آنان پرتاب میشود.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button