طالبانو(لښکرګاه فتحې ته شیبې شمارې)په نامه نوی اصدار نشر ته وسپاره

طالبانو(لښکرګاه فتحې ته شیبې شمارې)په نامه نوی اصدار نشر ته وسپاره

دا ویډیو چې پیل یې د قرآن کریم په مبارکو آیتونو شوی څو مهمی صحني په کې عکاسي شوي دي

د ویډیو په پیل کې د طالب وسلوالو د تعرضي بریدونو عکاسي شوي چې په معاصرو وسائلو سمبال لیدل کیږي.

په ویډیو کې دا هم ښیې چې طالب وسلوال د هغو شوبلو او رینجرو په واسطه د دولتي ځواکونو پر قرارګاوو او پوستو حملې کوې چې په تیرو جنگونو کې طالب جنګیالیو له امنیتي ځواکونو څخه نیولې دي

د ویډیو بله برخه د هلمند ولایت د قطعاتو عمومي مسؤل ملا مشر اخند سره مرکې ته ځانګړې شوې ده

په مرکه کې له نوموړي څخه د طالبانو د پرمختګ وجه پوښتل کیږي چې ملا مشر یې د دې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د پرمختګ سبب الهي نصرت,له دوی سره د ولس همکاري,او د ولس څنګ په څنګ دریدلو ته منسوب کړ.

د سیاسي شنونکو په اند د طالبانو د پرمختګ علت له دوی سره د هغو وسائلو شتون بولي چې په وروستیو کې له افغان حکومت څخه طالبانو ته په لاس ورغلي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button