روسيه: افغانستان کې جنګي جنايت کې ککړ امريکايان بايد محاکمه شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۵) الماس خدرخېل
روسيې ویلي، چې په افغانستان کې د تېرو پنځلسو کلونو د جنګي جنايتونو په ترسره کولو سره تردې دمه هيڅ کوم امريکايي پوځي نه دی محاکمه شوی.
د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې امريکايي ځواکونو په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې بې شمېره جنګي جنايتونه ترسره کړي دي.
دوی زياتوي، چې د ملکي کسانو وژل، پر عامه تاسيساتو بريدونه کول، افغان ځواکونه بمبارول او په سلګونو نور جرمونه امريکايي ځواکونو ترسره کړي، چې تر دې دمه هيڅ امريکايي نه دی محاکمه شوی.
د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريازاخاروا وايي، چې امريکايانو په افغانستان کې په لوړه کچه ملکيان وژلي، هغې د ۲۰۰۸م کال کې په کندهار کې د واده پر مراسمو بريد چې تر ۱۰۰ ملکيان پکې ووژل شول او په کندوز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون بريد د بېلګې په توګه یاد کړل.
نوموړې زياتوي، امريکايي ځواکونه تل خپله تېروتنه مني، خو دا يې د حل لاره نه ده، بايد جنګي مجرمين محاکمه شي او د خپلو تېروتنو سزا وويني.
هغې په افغانستان کې د امريکايانو ډیری بريدونه د يو جنايت په توګه ياد کړل او د هغو د څېړنو غوښتنه يې وکړه.
شنونکي په دې اند دي، چې حکومت د بهرنیو ځواکونو د جنایتونو پر وړاندې ځکه غږ نه شي پورته کولای چې د مشروعیت سرچینه یې بهرنیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې امريکايي او افغان ځواکونو په کندوز ولايت کې د عامه افغانانو په کورونو بمبارۍ وکړې، چې لسګونه تنه ملکيان ماشومان، زنانه او بوډاګان يې پکې شهيدان کړل.



