ترکيه: د ديار باقر چاودنې مسؤليت اسلامي دولت (داعش) ډلې منلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۵) الماس خدرخېل

تېره ورځ د ترکیې د ديار باقر ولايت په باغلر سيمه کې يوه موټر بم چاودنه وشوه.

چاودنه د باغلر ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ تر څنګ د سهار ۸ بجو پر مهال رامنځته شوه.

په دې چاودنه کې لږ ترلږه نهه تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ زيات يې ټپيان کړل.

د ديارباقر ولايتي چارواکو د چاودنې مسؤليت د پي کاکا پر وسلوالې ډلې اچولی دی.

خو د اسلامي دولت ډلې اړوند خبري اژانس اعماق ویلي، چې د اسلامي دولت يا داعش ډلې وسلوالو د ترکيې په ديارباقر ولايت کې له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ  د پوليسو د دفتر مخې ته چوولې ده.

د يادونې ده، چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي په وروستي غږيز پيغام کې په خپلو پلويانو غږ کړی و، چې پر ترکيې خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button