هرات: ترافيکي پېښه کې ۹ تنه وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۶) الماس خدرخېل

پېښه د هرات – ادرسکن ولسوالۍ په لويه لاره رامنځته شوې ۹ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي او يو تن بل سخت ټپي دی.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد رسنيو ته ويلي، چې ټکر د کرولا ډوله موټر او د يو بار وړونکي موټر تر منځ شوی.

هغه همداراز وويل، چې په وژل شوو کې دوه تنه ښځې هم شته.

د پېښې ځای ته ترافيک پوليس رسېدلي تر څو معلومه کړي، چې ټکر د څه شي له امله رامنځته شوی دی.

د هرات د روغتون چارواکو رسنيو ته وويل، چې د پېښې ټول قربانيان يې دغې روغتون ته ور وړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button