(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۶) الماس خدرخېل
په خوست کې د کرکټ سیالیو لپاره نوی رغول شوی میدان، چې په ۲۰۱۴ م کال په لمړۍ میاشت کې یې چارې پیل شوې، د څلور ورځینیو لوبو پیل پرې وشو.
د دغه لوبعالي رغنیزې چارې د المان سفارت د Part rip Foundation په مالي مرسته د الاسکا د انجینرۍ او ساختماني شرکت لخوا د ( ۵۹۵,۰۰۰ ) ۵ لکه او ۹۵ زره ایرو په لګښت په دوه کلونو بشپړې شوې او په تیرې جون میاشت کې رسماَ افغان کرکټ بورډ ته وسپارل شو.
دغه لوبغالی د یو دوه پوړیزه پویلین، چمن، د اوبو سیستم او اکاډمي تر څنګ په یو وخت کې د لس زره تنو نندارچیانو ظرفیت لري، خو کرکټ بورډ وايي، پلان لري، چې په نږدې راتلونکې کې به په دغه لوبغالي کې د ۵ زره تنه نورو د ځایولو لپاره هم ظرفیت ولري.
چې پکې به بیا په یو وخت کې ۱۵۰۰۰ زره تنه د لوبې ننداره کولی شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، که څه هم د دغه لوبغالي پرانیسته لا تر دې مهاله نه ده شوې، خو د ضرورت په اساس ورباندې د لوبو پیل وشو.
په دغه کرکټ لوبغالي د افغانستان د کورني کرکټ د څلور ورځینیو سیالیو پیل د کابل ګرین او آمو لوبډلو وکړ، چې ابراهیم عبدالرحیمزي یې د لوبې لمړۍ تاریخي ویکټ ترلاسه کړه.


















