(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۶) الماس خدرخېل
کندوز کې پر ملکي خلکو د امريکايانو د بې رحمانه بمبارۍ پر غبرګون، نن په سلګونه کندوزيان د دغه ښار واټونو او کوڅو ته راوتلي وه، د امريکا او ګډ حکومت چارواکو پر ضد يې شعارونه ورکول.
لاريون کوونکو له چارواکو غوښتنه کوله، چې د امريکا سره دې افغان حکومت امنيتي تړون لغوه او د کندوز د بمبارۍ عاملين بايد محاکمه کړي.
دوی همداراز په خپله غوښتنه کې ويل، چې د شپې له لوري دې ګډ ځواکونه عمليات ودروي چې پکې ډيری ملکيانو ته زيان اوړي.
د کندوز لاريونکو ګواښ وکړ که چيرې د دوی غوښتنې تر درې ورځو پورې ونه منل شي نو په غبرګون به يې د کندوز ټولې لويې لارې د ترافيکو پر مخ وتړي او هيچا ته به د تګ راتګ اجازه ورنکړي.
بايد وويل شي، چې درې شپې مخکې په ياد ولايت کې د افغان چارواکو په غوښتنه د امريکايانو له لوري بمباري وشوه، چې تر ۵۰ پورې ولسي وګړي ښځې او ماشومان پکې ووژل شول او په لسګونه نور ټپيان شول.
د يادونې ده، چې تېره ورځ په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو هم ومنله، چې د کندوز په پېښه کې یې ملکي وګړي شهیدان کړي دي.
















