یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ما ولي اسلام قبول کړ؟

kabull نشرونکی: kabull
اکتوبر 16, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
21
ځلې شریک شوی
260
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(دويمه برخه)

په امريکا کې د مسلمانانو شمېر له ۶۰ څخه تر ۸۰ لکو پورې ښودل کېږي، خو د برتانيا داير‌ه المعارف (انسايکلوپيډيا آف برټانيکا) په حواله د مسلمانانو شمېر ۸۰ لکه حساب شوی، چې هر کال ۳۵۰۰۰ نوي مسلمانان ورسره اضافه کېږي.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

په امريکا کې اسلام په زندانونو کې ډېر زيات خپرېږي، اوس په زندان کې د اسلام د قبلوونکو شمېر له درې لکو څخه اوښتی دی، د يوې سروې له مخې هر کال په زندانونو کې نږدې (۳۵۰۰۰)کسان اسلام قبلوي، د امريکا يه يو زندان کې چې (۳۰۰۰) کسان په کې وو ۹۰۰ کسانو يې اسلام قبول کړ.

يوې هندوستانۍ ورځپاڼې يو راپور خپور کړی، چې په امريکا کې په ۱۹۹۰ م کال د مسلمانانو شمېر پنځه لکه وو، خو په ۱۹۹۸ کال کې يې شمېر ۶۰ لکو ته ورسېد، يعنې په اتو کلونو کې ۵۵ لکه کسانو اسلام قبول کړ، په امريکا کې په کال ۱۹۹۳ م کې د کاتوليک عيسايانو شمېر پنځوس ميليونه وو، خو تر ۱۹۹۸ م کال پورې يې شمېر ايله شپېته ميليونو ته ورسېد، يعنې په ۲۵ کالو کې لس ميليونه زيات شوي وو،

همدا ورځپاڼه ليکي، چې په امريکا کې په څوارلس کلونو کې مسلمانان لس لکه زيات شوي، دا ورځپاڼه ليکي، چې د نويو مسلمانانو دشمېر د زياتوالي علت او دليل د امريکايي نجونو نکاح او واده کول دي، له مسلمانانو سره؛ ځکه امريکايي نجونې وايي چې مسلمان خاوند وفادار وي.

امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز ليکلي دي، چې په امريکا کې د مسلمانانو شمېر د پروتستانت عيسايانو څخه يو نيم په سلو کې زيات دی، د امريکا نامتو ورځپاڼې کرسچين ساينس مانيټر هم ليکلي دي، چې اسلام د نورو مذهبونو په نسبت په امريکا کې په تېزۍ سره خبرېږي، او په تېرو پنځو کلونو کې ۱۲۰۰ جوماتونه اضافه او نوي جوړ شوي دي، په امريکا کې په زيات شمېر سره مېرمنې اسلام قبلوي، ديني بليک چې يوه هندۍ امريکايۍ ده، په ۱۹۹۷ کال کې يې اسلام قبول کړ، ديني بليک د نورو لوېديځو مسلمانانو په شان تر پوره غور، تحقيق او پلټنې وروسته اسلام قبول کړ، هغه پخپله وايي، چې ما خپل مذهبي ژوند د کاتوليک عيسايت څخه پيل کړ، بيا مې بودايي مذهب ومنلو، بيا په يوه بله عيسايي ډله کې شامله شوم، صداقت لټوونکې ته به هيڅ ځای کې ډاډ په نصيب نه شو، نو هغه اسلام ته رانږدې شوه، هغه وايي، بالآخره الله ج ما ته سمه او نېغه لاره وښودله.

په ۱۹۹۷ م کال د مارچ په مياشت کې هغې اسلام قبول کړ، او څه وخت وروسته د هغې خاوند هم مسلمان شو.

د امريکا په افريقايي نژادو کې اسلام ډېر په تېزۍ سره خپرېږي، تر اوسه چې څومره خلک مسلمانان شوي دي، په هغوی کې ډېره برخه د افريقايي نژادو امريکايانو ده، داسې وړاندوينه شوې چې، ډېر ژر به امريکايانو لوی دين اسلام شي، چې دا اوس هم لوی دين دی. د امريکا يوې ورځپاڼې (يو اې ټو ډي) ليکلي دی، چې تر اوسه پورې ۲۵ لکو تورپوستو اسلام قبول کړی دی، داسې ويل کېږي، چې په راتلونکو دوه لسيزو کې به د تورپوستو تر ټولو لوی دین اسلام وي، په امريکا کې د تورپوستو شمېر نږدې ۳۵ ميليونو ته رسېږي، په تېرو لسو کلونو کې چې څومره خلکو اسلام قبول کړی د دې څخه اندازه کېدای شي، چې اسلامي ادارې په خپلو هدفونو کې بريالۍ  شوي دي، پخوا د امريکا په يهودي او مسيحي ټولنه کې اسلام په سمه توګه چا نه معرفي کړی، او وړاندې کړی، ځکه نو د خلکو معلومات د هغې په هکله بلکل کم وو، په وروستيو کلونو کې ډېرې ادارې منځ ته راغلې چې هغوی د امريکا د اسلامي خپرواي ادارې (کونسلر اف امريکن اسلام ) سره اړيکې ونيولې او د امريکا خلکو ته يې په سمه توګه اسلام وړاندې کړ، د امريکا د مسلمانانو اتحاد (امريکن مسلم الانس) د امريکا مسلمانان سياسي ډګر ته راووېستل، غواړي په امریکا کې اوس نږدې دوه زره جوماتونه، اسلامي مرکزونه او ښوونځي شته، د هندوستان يوې ورځپاڼې د جوماتونو شمېر څلورزره ښودلی دی.

په امريکا کې په لومړي ځل په کال ۱۹۱۵ ز کال کې د بيډفورد په سيمه کې يو جومات جوړ شو، چې د هغې څخه وروسته د جوماتونو شمېر مخ په زياتېدو شو، په لاس انجلس کې د يو لوی جومات ډبره کېښودل شوه، چې ۷۲۰۰ کېلو متره مربع مساحت يې درلوده او نږدې اته ميليونه ډالر پرې مصرف شول.

نا مسلمان خلک جوماتونو ته رابلل کېږي، تر څو د اسلام په هکله ورته اړين معلومات وړاندې کړي. د امريکا د بحري ځواکونو د يو څارواکي په وينا د امریکا په پوځ کې تر اوسه پورې ۱۸۰۰۰ وګړو اسلام قبول کړی دی، يوازې په بحري ځواکونو کې تر اتو زرو زيات مسلمانان شتون لري.

په شمالي امريکا کې په کال ۱۹۹۳ م کې (د اسلامي دعوت مرکز) جوړ شو، چې مشر يې علي عزام دی، د هغه وینا ده، چې هره ورځ د اوسط په ډول څلوېښت ليکونه مرکز ته رارسېږي، چې مسلمان او نامسلمان د دين په هکله معلومات غواړي، او مرکز هغوی ته اړين معلومات ورکوي، تر اوسه پورې لسو لکو کسانو ته د دې مرکز له لوري اسلامي خپرونې وررسېدلي دي، علي عزام وايي، چې په امریکا کې کوم هسپانوي، خلک اوسېږي، هغوی په ډېر شمېر کې د اسلام لوري ته راګرځي او لامل يې شايد دا وی، چې هغوی د مسلمانانو له هغه نسل څخه دي، چې په زور او جبر سره عيسايان کړای شوي وو، د همدې لپاره موږ په هسپانوي ژبه خپل معلومات خپروو.

 د واشنګټن پوسټ يو مقاله ليکوونکي (کريس جينکنز) په لاتيني امريکا کې د اسلام د خپراوي درې لاملونه په ګوته کوي، هغه ليکلي:

۱- د اسلام پيروان نېغ په نېغه د خپل خالق او رب سره اړيکې نيسي او په منځ کې کومې رابطې او واسطې ته اړتيا نه لري، حال دا چې په عيسايت کې د پاپ او پادري څخه پرته څوک اړيکې نه شي نيولای، ټول واک او اختيار مذهبي مشرانو په لاس کې اخيستی دی.

۲- په مسلمانه ټولنه کې چې د مرستې، اتحاد، ټولنيزتوب او مساوات کوم شکل او صورت موندل کېږي، په ځانګړي ډول کورنی نظام دا ټول شيان د لاتيني امريکايانو لپاره د تشويق، ترغيب او راښکون لاملونه دي.

۳- د مسلمانانو سره تر اړيکو او ناستې پاستې څخه وروسته د امريکا اوسېدونکو ته اسلام په سمه توګه معرفي شو، نو د هغوی ميلان خپله ورسره پيدا شو او زياتوالی په کې راغی، د مقاله ليکونکي په وينا اوس د قرآن مجيد او نورو ديني کتابونو د ژباړې لپاره ادارې جوړېږي، د اسلامي دعوت او بلنې لپاره ادارې او انجمنجونه برابرېږي، چې له دې جملې څخه په واشنګټن کې د لاتيني امريکا د مسلمانانو اتحاد (دي اسيوسي ايشن آف لېټن امريکن مسلم) ډېر زيات کار او فعاليت کوي، په هسپانوي ژبه د (صوت الاسلام) د اسلام غږ پنځلس ورځنۍ مجله هم خپرېږي.

مخکینې مطلب

د پاچا دروغجنه وعده او د سرتیري مرګ

بل مطلب

د بدخشان وردوج ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان عسکرو او طالب جنګیالیو نښته رامنځته شوه

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com